اروپايي مشران: د سوریې له کډوالو سره به یو میلیارد یورو مرسته وشي

د انځور حقوق Reuters

اروپايي مشران، چې په برسلز کې د کډوالو پر بحران سره غږېږي دې هوکړې ته رسېدلي، چې د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې له سوري کډوالو سره د مرستې لپاره یو میلیارد یورو ورکړي.

په یوه خبري غونډه کې د اروپايي ټولنې د شورا مشر دونالد توسک وویل، دا پیسې به د ملګرو ملتونو هغو ادارو ته ورکول کېږي، چې په اردن، لبنان او ترکیه کې فعالې دي.

ښاغلي توسک وویل:"مشران پر دې سلا شول چې له لبنان، ترکیې، اردن او د سیمې نورو هېوادونو سره مرستې ډېرې شي. لږ تر لږه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې او د خوړو د نړیوال سازمان له لارې به یو میلیارد یورو ورکړی شي چې په سیمه کې له کډوالو سره مرسته وکړي".

د اروپايي ټولنې د شورا مشر وايي، د کډوالو د بحران د حل لپاره پر باندنیو مرستو او د پولو پر سمه ساتنې به تمرکز وشي.

نوموړي زیاته کړه:"دا معلومه ده چې د کډوالو او پناه غوښتونکو نورې ډلې به هم راشي، ځکه اړینه ده چې موږ د پرانیستو دروازو او کړکیو تګلاره سمه کړو. اوس باید تمرکز د باندنیو پولو پر سمې ساتنې، کډوالو سره بر باندنیو مرستو او زموږ په ګاونډ کې پر هېوادونو وي."

د ښاغلي توسک په خبره ، اروپا ته د کډوالو زیات شمېر ور روان دی او اروپا باید په ګډه مرسته وکړي او خپلې بهرنۍ پولې هم وساتي.

ښاغلي توسک زیاته کړه د نومبر تر پایه به د اروپا په هغو هېوادونو کې چې کډوال لومړی ورته رسېږي مرکزونه جوړ شي.

د انځور حقوق Reuters

د اروپايي شورا مشر دونالد تاسک پخپل یوه ټویټر پیغام کې ویلي و، دا ښه ده چې مرسته وشي چې د سوریې کډوالو ته د دوی له کورونو سره نژدې ښه ژوند جوړ کړی شي.

د اروپايي اتحادیې د قوانینو پربنسټ، کډوال چې هر یوه اروپايي هېواد ته لومړی د ننه شي هالته باید نوم لیکنه یې وشي او پناه ورکړل شي او د اوسېدو امکانات ورته برابر شي.

خو په دا وروستیو کې زرګونه کډوال چې زیاتره یې د سوریې او عراق وګړي دي پرته له نوم لیکنې له هنګري نه په تېردو سره اتریش او جرمني ته تللي دي.

د کډوالو بحران او اروپايي هېوادونو ته د زرګونو کډوالو ورتګ د دغو هېوادنو ترمنځ د نظر اختلاف او کړکېچ لامل شوی.

ډېری کډوال شمالي اروپا ته د رسېدو لپاره له خطرناکو لارو تېریږي چې ډېر وخت د دوی د مرګ لامل کېږي.

ورته مطالب