اوباما پوتین ته: له اسد سره دې یاري ناکامه ده

سپینه ماڼۍ وايي، اوباما به له پوتین نه په سوریه کې د مسکو د پوځي حضور د‌ پراخولو توضیحات وغواړي د انځور حقوق AFP
Image caption سپینه ماڼۍ وايي، اوباما به له پوتین نه په سوریه کې د مسکو د پوځي حضور د‌ پراخولو توضیحات وغواړي

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر بارک اوباما پوتین ته وايي چې له بشارالاسد سره دې هوکړه ناکامه ده،‌ او دا وضاحت یې هم ترې غوښتی چې سوریه کې د "اسلامي دولت" د ماتولو لپاره روسیه څرنګه پوځي حضور لرلی شي.

د روسي چارو لپاره سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت لویې چارواکې سیلیست والانډر ویلي، ډېرې خبرې شته او اوس دا وخت راغی چې روسیه له خپلو کړنو پرده پورته کړي.

والانډر زیاتوي، روسیه چې څه وايي چې وروستیو کې یې په سیمه کې له پوځي حضور نه هدف د ''اسلامي دولت'' مخنیوی دی،" قانع کوونکې" خبره نه ده.‌

دا وايي، اوباما به له پوتین سره د تېرې فبرورۍ پر هغو ژمنو د درېدو په اړه خبرې وکړي، چې روسیې پکې د روان کال تر پایه له اوکرایین نه د خپلو ځواکونو د ایستلو هوډ کړی و.

احتمالي همکاري

بل خوا،‌ د امریکا دفاع وزیر آشټون کارټر ویلي، داسې هیله او احتمال شته چې د سوریې د کړکېچ په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ همکاري پیل شي، خو ټینګار یې دا دی چې د اسلامي دولت پروړاندې د اسد ملاتړ به پرته له دې هلته "د کورنۍ جګړې اور ډېر کړي"، بله ګټه ونه لري.

کارتر دا هم ویلي،‌ چې په سوریه کې د امریکا او روسیې د ځینو ګټو د خوندیتوب مساوات شته،‌ خو ضمانت یې نه شي کېدای، ځکه چې امریکا او روسیه هلته مشترکې ګټې لري، هغه دا چې دواړو د "اسلامي دولت" ډلې په ځپلو پسې راخیستې ده او د اسد د نظام د سیاسي لېږد چارې لپاره حل لاره لټوي چې په لړ کې یې نوره وینه تویېدنه ودروله شي او د هېواد ابادي پیل شي.‌

خو دی وايي په سوریه کې په سیاسي او پوځي ډګرونو کې باید پرمختګ یوشان وي، همدا ده چې امریکا له روسیې سره په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.‌

د انځور حقوق Reuters
Image caption په داسې حال کې چې سوریه کې د روسي پوځي فعالیتونو د پراختیا خبرې کېږي، ترکي ولسمشر رجب طیب ایردووان ویلي، اسد د پردیو په ملاتړ دداسې یوه حکومتګي جوړول غواړي،‌ چې د قلمرو سیمه به یې یوازې دمشق، حمص،‌ حماة او لاذقیه وي، چې دا د ترکیې لپاره هېڅ د منلو وړ کار نه دی.‌

بل خوا،‌ رویټرز خبري آژانس ویلي، واشنګټن او مسکو په اروپا او منځني ختيځ کې د کړکېچ د ډېرېرو په صورت کې د خپلو لومړیتوبونو په اړه د خبرو پر سر اختلاف لري، سپینه ماڼۍ وايي اصلي موضوع د اوکرایین په ختیځ‌کې شخړه ده،‌ خو کرملین بیا ټینګار کوي چې د خبرو ترکیز باید پر سوریې وي،‌ ځکه چې هلته یې په وروستیو کې خپل پوځي حضور ډېر کړی، جنګي الوتکې، ټانکونه او نور جنګي وسائل یې وراستولي چې اسد او نظام یې پرې وساتي.

په داسې حال کې چې سوریه کې د روسي پوځي فعالیتونو د پراختیا خبرې کېږي، ترکي ولسمشر رجب طیب ایردووان ویلي، اسد د پردیو په ملاتړ دداسې یوه حکومتګي جوړول غواړي،‌ چې د قلمرو سیمه به یې یوازې دمشق، حمص،‌ حماة او لاذقیه وي، چې دا د ترکیې لپاره هېڅ د منلو وړ کار نه دی.‌

ورته مطالب