په مریخ کې د اوبو نښې نښانې موندل شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption موندل شوې تیارې لیکې ښايي سلګونه متره اوږدې وي.

ساینس پوهان باور لري، د مریخ پر سطحه موندل شوې تیارې کرښې ښايي د اوبو نښې وي.

د ناسا له سپوږمکۍ لاسته راغلي مالومات ښيي چې پر مریخ د مالګې رسوب ته ورته ځانګړنې شته.

مهمه خبره دا ده چې دغه ډول مالګه ښايي د مریخ پر سطحه د اوبو د کنګل او اېشېدو درجو ته بدلون ورکړي.

د ناسا لوجېندرا اوجا وايي، پر مریخ به د اوبو موندل ستورمزلو ته فرصت ورکړي چې په اسانۍ سره "له ځمکې لرې ژوند وکړي."

څېړونکو له ډېرې مودې راهیسې په دې اړه فکر کړی چې ایا پر مریخ اوبه شتون لري که څنګه.

پټه سرچینه

خو دا ساده خبره نه ده ځکه د مریخ د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه په عمومي ډول له صفر ډېره ښکته وي او د چاپیریال فشار دومره ټیټ وي چې موندل شوې اوبه ښايي ډېر ژر و اېشېږي.

خو داسې ښکاري چې د ډاکټرې اوجا نوي وړاندې شوي مالومات ښايي دغه ستونزه حل کړي.

په مالوماتو کې د مریخ څلورو موقعیتونو ته کتنه شامله ده چې ښيي د دوبي په میاشتو کې د مریخ پر سطحه د څه مودې لپاره تیارې لیکې څرګندېږي.

Image caption دا د کمپیوټر د یوه سیستم په مټ لاسته راغلی انځور دی.

ساینس پوهان وايي "دغه لیکې ښايي مالګې پوښلې وي."

دغه مالګه کولی شي د اوبو د کنګل درجه تر ۸۰ واحدونو او د اېشېدو درجه تر ۱۰ واحدونو ټیټه کړي.

خو د اوبو کره سرچینه لا هم څرګنده نه ده.

په لندن کې د طبیعي تاریخ موزیم کې د مریخ څېړونکی جو مایکلسکي دغه اعلان په زړه پورې پرمختګ وباله.

"موږ پوهېږو، پر ځمکه چې هر ځای اوبه وي، ژوند په کې ممکن دی. ځکه نو په تېرو ۲۰ کلونو کې په مریخ کې د اوبو موندنه ډېره په زړه پورې خبره ده."

د دغې موندنې یوه جالبه پایله دا ده چې د فضايي څېړنو ادارې اوس باید د خپلو ستورمزلو او سپوږمکیو د لېږلو او فضا کې د هغوی د غوره موقعیت په اړه لا ډېر فکر وکړي.

اوسني قوانین، چې په نړیواله کچه پرې هوکړه شوې، وايي، د فضا ماموریتونه باید د مریخ هغو برخو ته د تلو په اړه په احتیاط ګام پورته کړي چې د اوبو موندلو امکانات په کې شته.

ورته مطالب