شمالي قطب کې امریکايي شل شرکت خپلې کیندنې درولې

د انځور حقوق AP
Image caption په امریکا کې د شل شرکت مشر ماروین اودم ویلي، په دغه سیمه کې د پرمختګ پایلې ناهیلې کوونکې دي

رویال داچ شل شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه شرکت د اوس لپاره په شمالي قطب کې د الاسکا په سواحلو کې کیندنې په ټپه درولې.

شل د چوکچي په سندونو کې د اصلي څاګانو له کیندنو لاسته راغلې پایلې ناهیلې کوونکې وبللې.

دغه شرکت ویلي، د دغو څاګانو له کیندنو لاسته راغلي تېل او ګاز په دغه سیمه کې د پرمختګ تضمین نه شي کولی.

شل شرکت شاوخوا ۷ میلیارده ډالره د چوکچې په سندونو کې خامو تیلو او ګاز کشفولو ته ځانګړي کړي.

په امریکا کې د شل شرکت مشر ماروین اودم ویلي، په دغه سیمه کې د پرمختګ پایلې ناهیلې کوونکې دي.

خو ښاغلي اودم پر دې ټینګار وکړ چې دغه سیمه د امریکا او الاسکا لپاره ستراتژیک ارزښت لري.

د چاپېریال ساتنې فعالان په شمالي قطب کې له کیندنې سره مخالف دي او دوی ډاډمن دي چې صنعتي فعالیتونه او ګلخانه يي غازات قطبي خرسو ته ګواښ زیات وي.

د بي بي سي د خبریال په خبره، د خامو تېلو د بیې را ټېټېدل او د کیندنې لوړه بیه د دې لامل شوې چې شل شرکت پرېکړه وکړي د مالي لوړ توان منلو پرځای دغه پروژه د کار په لومړیو کې په ټپه ودروي.

ورته مطالب