عربستان وايي د ایران په وسلو بار بېړۍ یې درولې ده

د انځور حقوق BBC World Service

د سعودي عربستان اړوند 'العربیة' شبکې ویلي، د سعودي ځواکونو یمن ته د ایران په وسلو یوه بار بېړۍ د یمن اوبو ته څېرمه درولې ده.

د فرانسې خبري آژانس هم ویلي، د عربستان په مشرۍ ایتلاف په یوه اعلامیه کې ویلي، په ایراني وسلو بار یوه بېړۍ یې درولې ده.

راپور وايي، په بایده بېړۍ کې ۱۴ ایراني ماڼوګان هم دي.

العربیه وايي، دغه بېړۍ د تېرې شنبې په ورځ د یمن له پولې سره نژدې د عمان صلاله سمندرغاړې ته څېمه درول شوې ده.

سرچینه وايي، په بېړۍ کې د زغرې ضد توغندي، د ټانک ضد توغندي او اور اچوونکي توغندي دي. العربیه د بېړۍ انځورونه هم خپاره کړي دي او وايي چې دا بېړۍ یې د کب نیوونکې بېړۍ په نامه ثبت کړې ده.

ددغې ایرانۍ بېړۍ د درولو خبر یوه ورځ وروسته تر هغه خپور شوی، چې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي چې له پلازمېنې صنعاء نه تښتېدلی، ویلي چې یمن کې ددې لپاره جګړې ته دوام ورکوي، چې دغه هېواد د ایران په لاس کې ونه لوېږي.

سعودي عربستان د عربي هېوادونو یو ایتلاف جوړ کړی چې غواړي د حوثي یاغیانو او د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح د پلوانو په ماتولو سره عبد ربه منصور هادي واک ته وګرځوي.

د یمن په جګړه کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډېره وه. په تازه رپوټونو کې ویل شوي چې ایتلافي ځواکونو د یوه واده پر مراسمو بمبار کړی، چې لږترلږه ۱۳۰ کسان پکې وژل شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د ایران او عربستان ترمنځ اړیکي ډېر ترینګلي شوي، چې د تېر حج پرمهال د څه باندې سلو حاجیانو تر مړینې وروسته د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکي لا ډېر ترینګلي شول.

ورته مطالب