استرالیا پولیس: د تېرې شپې برید یو ترهګریزه کړنه ده

د انځور حقوق EPA

د استرالیا پولیس وايي، د تېرې جمعې په شپې وسله وال برید چې په سډني ښار کې ترسره شو دا یو ترهګریز عمل دی.

د دغو ډزو په بهیر کې یو مالي پولیس چارواکی ووژل شو.

د دغه بریدکوونکي نوم نه دی اعلان شوی خو پولیس چارواکي وايي، چې نوموړی یو ۱۵ کلن عراقي کرد دی چې په ایران کې نړۍ ته راغلی دی.

وژل شوی کس کورتیس چینګ نوم لري او نیو ویست ولز له پولیسو سره همکار و.

نوموړی د جمعې په شپه په سډني ښار کې له خپل کاري دفتر نه بهر تر برید لاندې راغی.

پولیس وايي، دا یو پلان شوی برید و.

په ځینو رپوټونو کې راغلي چې برید کوونکی مخکې له ‌‌برید نه کورتیس چینګ ته مذهبي شعارونه ور کړي و.

نوموړی له برید نه وروسته له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو.

د استرالیا لومړي وزیر د دغه برید به غبرګون کې له خلکو غوښتي چې خپل یوالی وساتي.

مالکوم ترنبول ویلي، د استرالیا وګړي نه باید د دغه هېواد مسلمان لږکي ګرم وګڼي.

ښاغلي ترنبول خبریالانو ته وویل:"داسې ښکاري چې له تاوتریخوالي ډکه دغې کړنې سیاسي انګیزه درلوده."

د استرالیا د لومړي وزیر په وینا:"دا یوه ترهګریزه کړنه ده، موږ نه باید مسلمانه ټولنه چې په اصل کې د کم شمېر سخت درېځو کار دی ګرمه وګڼو".

ورته مطالب