گواټیمالا کې د غره ښوېدنې له کبله ۷۳ کسان وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption له دې مخکې په ۲۰۰۵ کال کې هم سخت باران د ځمکې د ښویدنې لامل شو او سلګونه کسان په سانتیاګو اتیتلان کې تر خاورو لاندې شول

د لایتنې امریکا د ګواټیمالا هېواد چارواکي وايي، په ایل کیمبر کلي کې د غره ښوېدنې له کبله ۷۳ کسان وژل شوي.

ایل کیمبر سیمه د گواټیمالا له پلازمېنې نه ۱۵ کیلومتره لرې پرته ده.

د چارواکو په خبره په دغه پېښه کې شاوخوا ۳۵۰ کسان د تېږو او خاورو لاندې شوي دي.

تر خاورو او تېږو لاندې شویو کسانو د لټون لپاره د ژغورنې ډله له تربیه شویو سپو څخه کار اخلي.

د گواټیمالا دولتي ویاند جولیاباریرا وايي، دغه ډله تر دې دمه بریالۍ شوې چې د ۲۶ کسانو ژوند وژغوري.

له زرو ډېر د ژغورنې مرستندویه کار کوونکي د سپویو او د خاورې لرې کوونکي ماشینونو په مرسته د ژوندي پاتې شوي انسانانو په لټه کې دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption دولت به په سیمه کې تر ۷۲ ساعتونو پورې به د ژغورنې عملیاتو ته دوام ور کړي

د گواټیمالا د بېړنیو مرستو د ادارې ویاند خولیو سانچز وايي، متحده ایالاتو او مکسیکو دغه هېواد ته د مرستې وړاندیز کړی خو دوی لا دغه مرستې نه دي منلې.

د نوموړي په وینا، دولت به په سیمه کې تر ۷۲ ساعتونو پورې به د ژغورنې عملیاتو ته دوام ور کړي.

یوه مرستندویه کار کوونکي رویترز خبري اژانس ته ویلي، چې له ۷۲ ساعته وروسته د ژوندي پاتې شویو کسانو موندنه ډېره شونې نه ده.

سیمه ییزو چارواکو له پېښې مخکې په کمبری سیمه کې د ډېر اورښت او د ګواښ په اړه یې خبر ور کړی و.

د انځور حقوق AFP Getty
Image caption د لایتنې امریکا د ګواټامالا هېواد چارواکي وايي، په ایل کیمبر کلي کې د غره ښوېدنې له کبله لسګون کسان وژل شوي

خو په دا وروستیو کلونو کې دغه کلی ډېر پراخ شوی و او د لرګیو د کورونو جوړول په کې ډېر شوي و.

گواټیمالا یو غرنی هېواد دی چې طبیعي پېښې لکه اورښت او سخت توپان ورته لوی ګواښ جوړ کړی.

له دې مخکې په ۲۰۰۵ کال کې هم سخت باران د ځمکې د ښویدنې لامل شو او سلګونه کسان په سانتیاګو اتیتلان کې تر خاورو لاندې شول.

هغه مهال هم د دې لپاره چې له خاورې لاندې د خلکو ایستل نا ممکن وه د گواټیمالاچارواکي دې ته اړ شول چې هغه سیمه په قبرستان بدله کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ایل کیمبر سیمه د گواټامالا له پلازمېنې نه ۱۵ کیلومتره لرې پرته ده

ورته مطالب