د روسیې له خوا د ترکیې د هوايي حریم ماتول "تصادف نه و"

د انځور حقوق AP
Image caption مسکو وايي، دوی هلته ''اسلامي دولت'' او نورې وسله والې اسلامي ډلې په نښه کوي، خو د امریکا او ترکیې په مشرۍ نړیوال ایتلاف وايي د سوري حکومت مخالفان په دغو بریدونو کې په نښه کېږي.

ناټو ویلي، "په ظاهره داسې نه ښکاري چې ګنې روسیې په تصادفي ډول" د ترکیې هوايي حریم مات کړی وي.

د ناټو عمومي منشي جېنس سټولټنبرګ وویل، روسیې د دغې سرغړونې په باب چې "تر ډېرې مودې یې دوام وموند هېڅ راز ریښتیني توضیحات" نه دي وړاندې کړي.

روسیه وايي، د شنبې پر ورځ (اکتوبر دریمه) یې یوازې د څو ثانیو لپاره د ترکیې هوايي حریم مات کړی چې لامل یې د هوا خراب حالت و. چارواکي یې وايي، دوی د دوهمې سرغړونې ادعاګانې څېړي.

په سوریه کې د روسیې په وروستیو هوايي بریدونو کې د تدمر ښار دننه او شاوخوا سیمو کې ګاډي او د وسلو زېرمې په نښه شوې دي.

د سوریې حکومتي تلویزون د سې شنبې پر ورځ (سپتمبر شپږمه) راپور ورکړ چې دغه ښار چې د لرغونو سیمو لپاره شهرت لري، د اسلامي دولت په نامه ډلې اورپکو په ولکه کې دی.

روسیې په سوریه کې خپل د هوايي بریدونو کمپاین د تېرې چارشنبې پر ورځ (سپتمبر ۳۰مه) پیل کړ.

تر دې مخکې ترکیې په تېرو دوو ورځو کې د دویم ځل لپاره د روسیې سفیر احضار کړی، چې ولې بیا روسي جنګي الوتکې د ترکیې هوايي حریم ته ننوتې دي.

د انځور حقوق AP
Image caption ترکیه وايي ''په سیمه کې دوو ایف ۱۶ ډوله الوتکو ګزمې کولې، چې یوه یوه روسۍ الوتکه د ترکیې حریم ته ننوته.. ''

وړاندې هم ترکیې د روسیې سفیر له دې کبله احضار کړی و.

پر همدې مهال، ناټو مسکو هڅولی چې په سوریه کې ''د نظام پر مخالفینو او ولسي وګړو هوايي بریدونه ودروي''.

مسکو وايي، دوی هلته ''اسلامي دولت'' او نورې وسله والې اسلامي ډلې په نښه کوي، خو د امریکا او ترکیې په مشرۍ نړیوال ایتلاف وايي د سوري حکومت مخالفان په دغو بریدونو کې په نښه کېږي.

د ترکیې په ګډون، د ناټو اته ویشتو غړو هېوادونو خبرداری ورکړی، که چېرې د ترکیې بیا د ترکیې پر هوايي حریم وشو، پایلې به یې ډېرې ناوړه وي.

امریکا ویلي، ترکي الوتکې د روسي الوتکو راغورځولو حق لري.

ترکیې ویلي، هوايي ځواکونو یې یوه روسۍ جنګي الوتکه د سوریې او ترکیې پولې ته څېرمه د ترکیې حریم ته د داخلېدو پرمهال راګرځولې ده. د ترکیې د بهرنیو چارو وزرات یې په اعتراض کې د روسیې سفیر ورغوښتی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سنیرلي اوغلو د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف سره په تیلیفون کې د ترکیې د حریم ماتولو په تړاو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی.

روسي جنګي الوتکې له تېرو څو ورځو راهیسې د سوري دولت په ملاتړ په دې هېواد کې بریدونه کوي.

د انځور حقوق epa
Image caption روسیې داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي ګني په ادلیب کې یې د 'اسلامي دولت' ډلې ځینې ځایونه په نښه کړي

د ترکیې د بهرنیو چارو زویر دا مساله د ناټو له چارواکو سره هم شریکه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي: '''یوه روسۍ جنګي الوتکه د ترکیې هوايي حریم ته ننوتلې، او بیا د سوریې خوا ته د ترکیې د هوايي ځواکونو د دوو الوتکو له خوا ځغلول شوې ده.''

سرچینه وايي ''په سیمه کې دوو ایف ۱۶ ډوله الوتکو ګزمې کولې، چې یوه یوه روسۍ الوتکه د ترکیې حریم ته ننوته.. ''

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، دا مهال د روسیې له لوري پورته شوي ګامونه او په سوریه کې بریدونه ''هېڅ د منلو وړ نه دي، په تېره بیا دلته ترکیه کې په ډېره بده سترګه ورته کتل کېږي''.

''د روسیې تر ټولو لویه تېروتنه''

اردوغان فرانسې ته له خوځېدا وړاندې د استانبول اتاترک پر هوايي ډګر د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، څو ورځې وړاندې یې روسیې ته د سفر پرمهال خپله اندېښنه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته هم وړاندې کړې او دا یې ''د روسیې تر ټولو لویه تېروتنه'' ګڼلې ده.

اردوغان زیاتوي: ''اسد د ترهګر دولت کار کوي، له بده مرغه، روسیه او ایران یې دفاع کوي، داسې خلک شته چې زموږ دغه خبرې خوند نه ورکوي. '' دی وايي، له سوري نظام سره مرستیال حکومتونه به د تاریخ پر وړاندې حساب ورکوي.