د انساني قاچاق کوونکو پر وړاندې د اروپايي ټولنې تازه عملیات

د انځور حقوق b
Image caption اورپا ته د زیاتو کډوالو د اوښتو له کبله په اروپايي تولنه کې یو ډول بحران رامنځته شوی

د اروپايي ټولنې کښتیو د روم سمندر سویل کې د انساني قاچاق وړونکو د بېړیو مخنیوي لپاره پر وړاندې تازه عملیات پیل کړي دي.

د دغه عملیاتو نوم صوفیه اېښودل شوی دی چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې به هغه کښتۍ تالاشي کېږي چې خلک پکې په قاچاقي ډول لېږدول کېږي.

دغه چاره په د اروپايي ټولنې د بېړیو په مرسته تر سره کېږي، چې تر دې دمه له دغو بیړیو څخه د مرستې او څارنې لپاره کار اخیستل کېده.

د روان کال له پیله راهیسې تر دې دمه د افریقا له شمالي ساحل نه له یولک او ۳۰ زره څخه زیات کډوال اوروپا ته اوښتي او له دغو کډوالو څخه ۲۷۰۰ کسان یې وژل شوي دي.

اورپا ته د زیاتو کډوالو د اوښتو له کبله په اروپايي تولنه کې یو ډول بحران رامنځته شوی، چې له کبله یې د اورپايي ټولنې هېوادونو د مشرانو ترمنځ اختلافونه هم رامنځ ته شوي دي.

د انځور حقوق b
Image caption پر دغو عملیاتو د هغه ماشوم نوم اېښودل شوی، چې یوې سومالیايۍ کډوالې مور زېږولی و، دغه مور یوې جرمنۍ بیړۍ د لیبیا له ساحل خڅه ژغورلې وه

د دغو کډوالو لپاره تر ټولو خطرناکه لاره له لیبیا نه ایټالیا لور ته ده خو اوس ډېری کډوال د ترکیې له لارې یونان ته د تلو هڅه کوي.

له دې مخکې په جون میاشت کې اورپايي ټولنې په لومړي ځل ،ای یونیو فارمیډ، په نامه عملیات پیل کړي وو، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې له لیبیا نه ایټالیا او مالټا تر منځ لاره کې یې انساني قاچاق وړونکي څارل.

صوفیه عملیا ت یې دویم پړاو دی او پر دغو عملیاتو د هغه ماشوم نوم اېښودل شوی، چې یوې سومالیايۍ کډوالې مور زېږولی و، دغه مور یوې جرمنۍ بیړۍ د لیبیا له ساحل خڅه ژغورلې وه.

د انځور حقوق Press Association
Image caption د دغو کډوالو لپاره تر ټولو خطرناکه لاره له لیبیا نه ایټالیا لور ته ده خو اوس ډېری کډوال د ترکیې له لارې یونان ته د تلو هڅه کوي

ورته مطالب