د زړه حملې یوه معاینه به روغتونونو کې د بستري کسانو شمېر لږ کړي

Image caption د برتانیا روغتونو د حادثاتو او بېړنيو مرستو برخو ته تر یو میلیون پورې داسې کسان ورغلي، چې سینه کې یې درد محسوساوه

ډاکټران وايي د وینې یوه معاینه ښايي د هغو ناروغانو بستري کېدو شمېر نیمايي کړي، چې پرې د زړه حملې راتلو شک کېږي.

دوی وايي دغه چټکه معاینه به چې په وینه کې د یو ډول کیماوي مادې موندلو لپاره کېږي، ناروغانو ته ستړې ستونزې لږ کړي، د پېسو لګښت مخنیوی به وکړي او په روغتونونو کې به ګڼه ګوڼه لږ کړي.

په هغه ازموینه کې، چې پر ۶۳۰۴ کسانو تر سره شوې او پایلې یې په لانسیت طبي ژورنال کې خپرې شوې، ویل شوي دي، چې د دغې معاینې پایلې تر ۹۹ اعشاریه شپږ سلنه پورې کره وې.

د برتانیا هارټ فاونډېشن مسوولین وايي معاینه به د ناروغ پر خوندیتوب له اغیزه پرته ژر ځوابونه څرګند کړي.

د برتانیا روغتونو د حادثاتو او بېړنيو مرستو برخو ته تر یو میلیون پورې داسې کسان ورغلي، چې سینه کې یې درد محسوساوه، خو له څه اضطرابي کیفیت او هلته پاتې کېدو وروسته کورونو ته استول شوي دي.

دوی د بستري کېدو پر مهال د زړه ځینو عضلاتو د ویجاړۍ له کبله د رامنځته شوې کیمايي مادې ټروپونن د استخراج کچې له ستونزې سره مخامخ وو، چې ۱۲ ساعته وروسته بیا تکراریده.

نوې معاینه هم د ټروپونن کچه ګورې، خو تر ټولو ټیټه کچه یې هم مومي او یوازې یو ځلې یې ترسره کولو ته اړتیا ده.

له همدې کبله هغه کسان چې د معاینې پایله کې یې کومه ستونزه و نه لیدله شي، سملاسي کورونو ته ستنیدای شي.

دغه څېړنه چې د اډنبرا پوهنتون څېړونکو په مشرۍ د سکاټلنډ او امریکا په روغتونونو کې تر سره شوې ده اټکل کوي، چې له دریو نه دوې برخې ناروغانو ډېر ژر له روغتونه کور ته لېږل کېدای شي.