د خادمې لاس پرې کولو له کبله سعودي عربستان ته د هند احتجاج

Image caption کستوري ماڼي رتنم د هند سویلي ښار چنايي اوسېدونکې ده.

د هند کورنیو چارو وزیره وايي د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې به پر یوې ۵۸ کلنې هندۍ مېرمنې د ښوي زور زیاتي موضوع له سعودي چارواکو سره راپورته کړي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې د کستوري ماڼي رتنم نومې دغې مېرمنې لاس د هغه کور څښتن پرې کړی، چې دغې مېرمنې پکې د خادمې په توګه کار کاوه.

پېښه وايي هغه مهال شوې، چې یادې مېرمن د ورسره کېدونکي زور زیاتي له کبله د مالک له کوره د تښتيدو هڅه کوله.

اوس دغه مېرمن د درملنې لپاره په روغتون کې بستري شوې ده.

د مېرمن رتنم کورنۍ ویلي، چې د کور څښتن ورسره ظلم زیاتی کاوه.

د هند بهرنیو چارو وزیرې سشما سوراج وايي هندي چارواکو دغې موضوع په اړه له سعودي چارواکو سره خبرې کړې. مېرمن سوراج په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:

'د هندۍ مېرمنې لاس پرې کول، ورسره زوریاتی کول داسې څه دي، چې موږ یې ډېر خواشیني کړي یو. دغسې کړنه د منلو نه ده. موږ له سعودي چارواکو سره په دې لړ کې خبرې کړې دي او د هند سفارت مسوولین له دغې مېرمنې سره اړیکه کې دي.'

د هند په سویلي چنايي ښار کې د مېرمن رتنم کورنۍ ویلي، چې هغې ځايي چارواکو ته د خپل مالک د رویې په اړه شکایت کړی و او له همدې کبله هغه پاریدلی.

دغې مېرمنې درې میاشتې مخکې د خادمې په توګه دنده پیل کړې وه.

د نوموړې یوې خور د هند خبري اژانس پي ټي ای ته ویلي، چې' مالک یې خور ته خواړه هم نه ورکول او کله چې هغې له دغه ظلمه د تښتیدو هڅه وکړه، د کور مېرمنې یې لاس غوڅ کړ، هغه پر ځمکه غورځیدلې، چې له کبله یې د ملا تير هم ټپي شوی دی.'

نوموړې وايي خور یې د ریاض یوه روغتون کې بستري شوې او وايي روغتیايي حالت یې اندېښمنونکی دی.

د یادې مېرمنې کورنۍ وايي دوی ته هغه کس د پېښې په اړه معلومات ورکړل، چې هغه یې د دندې لپاره سعودي عربستان ته لېږلې وه.

دوی دغه راز ادعا کوي، چې پر موبایل ټیلیفون یو ثبت شوی پیغام هم ورکړل شوی دی.

سعودي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د هند انډین اکسپریس ورځپاڼې د هند بهرنیو چارو وزیرې ویاند وکاس سروپ له قوله ویلي، چې ' د هند سفارت د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره اړیکه کې دی.'

د نوموړي په خبره هند به له دغې مېرمنې سره د انصاف کيدو لپاره هلې ځلې کوي. هغه وايي:

' ریاض کې زموږ سفارت د دغې موضوع لپاره سعودي چارواکو سره اړیکه کې دی او د هغې کفیل ته یې د سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې ده. نوموړی وايي هند په دې لړ کې د ازادې څېړنې کولو غوښتنه کړې او د هغې کفیل خلاف یې د وژنې هڅې دوسیې پرانیستل غواړي، چې که پړ وبلل شي، نو باید سخته سزا وویني.'