' روسیه سوریې کې د خوندي هوايي عملیاتو لپاره خبرو ته چمتو ده '

د انځور حقوق AFP
Image caption سوریې کې د روسیې هوايي عملیاتو ترڅ کې یې دوه ځلې الوتکې د ترکیې هوايي حریم ته ننوتې

د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزارت چارواکي وايي روسیې په سوریې کې د روانو هوايي عملیاتو پر مهال د کومې ناوړه پېښې رامنځته کېدو مخنیوي لپاره رسمي خبرو ته چمتووالی ښوولی دی.

د دفاع وزارت رسنیو برخې سکرتر پېټر کوک وايي خبرې ډېرې ژر یعنی د روانې اونۍ په وروستیو کې پیل کېدای شي.

د نوموړي په وینا د دفاع وزارت ته د روسیې دفاع وزارت له لوري د هغه وړاندیز ځواب رسیدلی، چې وايي سوريې کې هوايي عملیات باید خوندي وي.

پېټرکوک وايي د دفاع وزارت لوړ پوړي چارواکي د روسیې د دغه ځواب په اړه غور کوي او په دې هکله خبرې د اونۍ په پای کې شونې دي.

له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د هغه امریکايي سیال جان کېري تر منځ سوریې کې د دواړو هېوادونو د پوځي عملیاتو په اړه د پنجشنبې په ورځ خبرې شوې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پنجشنبې په ورځ جان کېري او سرګي لاوروف سوریې کې د هوايي بریدونو خوندیتوب په باب خبرې کړې

د روسیې دفاع وزارت پر وېبپاڼه خپره شوې اعلامیه کاږي، چې د پنجشنبې په ورځ جان کېري سرګي لاوروف ته زنګ وهلی او د دواړو تر منځ د سوریې هوايي عملیاتو پر مهال د کومې ناوړه پېښې مخنیوي په اړه خبرې شوې دي.

اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې دواړو وزیرانو د اسلامي دولت نومي ډلې او نورو سخت دریځو ډلو پر ضد جګړه کې د مربوطو هڅو په باب خبرې کړې.

روسیې دا وروستیو کې سوریې کې د اسلامي دولت نومي ډلې په نښه کولو لپاره هوايي بریدونه پیل کړي دي او بل لور ته د امریکا په مشرۍ متحدین هم سوریې کې هوايي عملیات کوي.

دې سره هممهاله داسې اندېښنه رامنځته شوې وه، چې د دواړو لوریو عملیاتو پر مهال کومه ناوړه پېښه رامنځته نه شي.

د روسیې هوايي بریدونو په ترڅ کې دوه ځلې د ترکیې پر هوايي حریم تېری شوی، چې له هغه وروسته ناټو سازمان غړو هېوادونو ته د خوندیتوب اقداماتو ډاډ ورکړی.

ناټو دا هم ویلي و، چې روسیه نه ده توانیدلي دواړه ځلې د دغو تېریو توجیه وړاندې کړي او دا چې په ظاهره دغه پېښې تېروتنه نه معلومیږي.