اسراییلي الوتکو پر غزه هوايي بریدونه کړي دي

د انځور حقوق .
Image caption له هوايي برید وروسته د اسراییلو د پوځ ویاند پیټر لرنر ویلي، حماس ډله له غزې پر اسراییلو د هر ډول تېري مسووله ده

اسراییلي ځواکونو په فلسطین کې پر غزې تړانګې هوايي بریدونه کړي. د اسراییلو پوځ ویلي په غزه کې یې د حماس ډلې د وسلو زېرمې وروسته له هغه په نښه کړې چې له غزې د اسرایيل پر سویلي سیمو دوه توغندي وتوغول شول.

فلسطیني چارواکي وایي د اسراییل په دغو تازه هوایي بریدونو کې یوه مېرمن او د هغې ځوانه لور وژل شوي دي.

له هوايي برید وروسته د اسراییلو د پوځ ویاند پیټر لرنر ویلي، حماس ډله له غزې پر اسراییلو د هر ډول تېري مسووله ده.

بل لورته اسراییلي چارواکي وايي په لویدیځه تړانګه کې یوې فلسطینۍ مېرمن د پولیسو په تالاشۍ ځای کې چاودونه کړې.

دوی وايي دغه مېرمن چې موټر یې چلولو د یکشنبې په سهارمالي ادومیم یهودي میشتې سیمې ته څېرمه د پولیس د یوې تالاشۍ په ځای ودرول شوه، هغې الله اکبر نارې وهلې او چاودنه یې وکړه.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې په دغې چاودنه کې یو پولیس سرتېری برسیرن ټپي شوی او بریدګره مېرمن وژل شوې ده.

له څو اونیو راهیسې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ په ختیځ بیت المقدس کې هغه ځای ته د ورتګ پر سر شخړه روانه ده، چې د مسلمانانو او یهودانو لپاره سپیڅلی بلل کېږي.

فلسطینیان ویره لري چې ګواکې اسرائیل غواړي د الأقصی جومات کمپلکس ته د ورتګ پروګرام بدل کړي، چېرې چې یهودان کولای شي د خپل سپیڅلي ځای زیارت وکړي، خو په الاقصی جومات کې مسلمانانو ته د لمانځه اجازه نه ورکوله کېږي او دا هغه څه دي چې فلسطینیان وايي اسرايیل یې د تل لپاره د پلي کولو هوډ لري.