د بربنډو فلمونو کتلو وړانديز مصرۍ هنرمندې ته سرخوږی جوړ کړی

د انځور حقوق AFP

یوه مصرۍ هنرمنده او د ټلویزیون ویونکې وروسته له هغه تر ډېرو نیوکو لاندې راغله چې ویلي یې ول د مجردو نرانو لپاره د بربنډو او جنسي فلمونو کتل ګټور دي.

مېرمن انتصار ۴۴ کلنه ده او د خبرو اترو د یوې ټلویزیوني خپرونې کوربه ده. دې څو روځې وړاندې په خپلې یوې ژوندۍ خپرونې کې ویلي ؤ چې ''هغه نران چې د جنسي اعمالو د ترسره کولو له ګناه څخه ډارېږي، کولی شي پرځای يې بربنډ فلمونه وګوري''.

مېرمن انتصار په خپلې خپرونې کې په ښکاره ویلي و چې دا پخپله هم بربنډ فلمونه ګوري او د داسې وېبپاڼو له تړلو سره مخالفه ده.

د مېرمن انتصار دې څرګندونو ګڼ شمېر کلک غبرګونونه راوپارول. د مصر یوې دولت پلوې ډلې د دې پر ضد څارنوالۍ ته شکایت کړی دی او دغه مسلمانه هنرمنده یې په ''فسق و فجور'' تورنه کړې.

د انځور حقوق AP
Image caption په ۲۰۱۳ کال کې ملګرو ملتونو یو رپوټ خپور کړ، چې ویل یې ۹۹٫۳ په سلو کې مصري ښځو په یو ډول نه یو ډول جنسي مزاحمت تجربه کړی.

په مصر کې هم د جنسي مسالو په اړه د عمومي نظر څرګندول لانجمن او د دود خلاف کار دی.

د مېرمن انتصار خبرې په داسې وخت کې راپورته شوې چې په دې وروستیو کې په مصر کې د جنسي جرمونو کچه لوړه شوې او دولت د دې مسالې په غبرګون کې د جنسي ځورونې سزا لا نوره هم سخته کړې.

په ۲۰۱۳ کال کې ملګرو ملتونو یو رپوټ خپور کړ، چې ویل یې ۹۹٫۳ په سلو کې مصري ښځو په یو ډول نه یو ډول جنسي مزاحمت تجربه کړی.

د انځور حقوق AP
Image caption په مصر کې هم د جنسي مسالو په اړه د عمومي نظر څرګندول لانجمن او د دود خلاف کار دی.