امریکا کې د اماراتو 'حجاب' فلم ننداره

د انځور حقوق
Image caption په دغه ۷۸ دقیقه ییز فلم کې د ښځې د سر د پړوني مساله راخیستل شوې چې ولې مسلمانې ښځې ټينګار ورباندې کوي او ځینې نورې یې بیا د نه پر سرولو لپاره لېواله دي.

د متحده عربي اماراتو فلم جوړوونکي د راتلونکې جمعې په ورځ (اکتوبر ۱۶مه) د امریکا لاس انجلیس ایالت په "لایمل" سینما کې د "حجاب"په نامه خپل تولید کړی فلم نندارې ته وړاندې کوي. ددغه فلم ننداره به تر یوې اونۍ پورې دوام لري.

په دغه ۷۸ دقیقه ییز فلم کې د ښځې د سر د پړوني مساله راخیستل شوې چې ولې مسلمانې ښځې ټينګار ورباندې کوي او ځینې نورې یې بیا د نه پر سرولو لپاره لېواله دي.

دا فلم د "اناسي فلمونو تولیدي شرکت" له خوا جوړ شوی. هدف یې له اسلام وړاندې پېر راهیسې په ښځو کې د حجاب مراعاتولو پر موضوع رڼا اچول دي، خو په عمومي ډول د حجاب په اړه ګڼې پوښتنې هم پکې مطرح او ځواب شوې دي.

فلم په اماراتو کې د شیخې الیازیه بن نهیان بن مبارک آل نهیان تولید دی، چې په جوړولو کې یې د سوریې مازن الخیرات، د اماراتو نهله الفهد او بریتانوي اوویدیو سالازار ونډه لرلې ده.

اویدیو سالازار په مستندو فلمونو جوړولو کې نړیوال شهرت لري.

"حجاب" فلم د درو قارو په نهو هېوادونو (بریتانیا، فرانسې، هالنډ، ډنمارک، ترکیې، مصر، سوریې، مراکش او اماراتو) کې ثبت شوی دی.

د انځور حقوق
Image caption "حجاب" فلم د درو قارو په نهو هېوادونو (بریتانیا، فرانسې، هالنډ، ډنمارک، ترکیې، مصر، سوریې، مراکش او اماراتو) کې ثبت شوی دی.

په دغه فلم کې اروپا او منځني ختیځ کې له ګڼو شخصیتونو سره مرکې شوې، او له محجبو ښځو د حجاب کولو او نه حجاب کوونکو ښځو یې د نه کولو لاملونه پوښتل شوي.

په فلم کې د درو اسماني دینونو له علماوو او وتلو کارپوهانو نه د حجاب په اړه تاریخي، کلتوري او دیني اړخونه پوښتل شوي.

ورته مطالب