ترکي الفیصل: د حاجیانو چارې د 'خپلواکي او استحقاق' خبره ده

Image caption موږ به خپل استحقاق یا د خادم الحرمین الشریفین امتیاز له لاسه ور نه کړو ترکي الفیصل

د سعودي عربستان شهزاده ترکي الفیصل د حاجیانو چارو کې د نورو مسلمانو هېوادونو شریکولو وړاندیز رد کړی او وايي سعودي عربستان دا د ' خپلواکي او استحقاق ' موضوع بولي.

له امریکايي خبري اژانس اي پي سره ځانګړې مرکه کې شهزاده ترکي الفیصل دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د سږکال حج مراسمو کې د ټیل ماټیل پایله کې ۷۶۹ حاجیانو مړه کېدو لړ کې پر سعودي عربستان نیوکې کېږي.

ایران پر سعودي عربستان د حج چارو کې د ناغیړۍ تور پورې کړی او د یوې خپلواکې ادارې رامنځته کولو غوښتنه یې کړې، چې د حاجیانو چارې پرمخ بوځي.

شهزاده ترکي الفیصل وايي د سپیڅلو ځایونو او حج مراسمو خدمت ته سعودي عربستان د خپلواکۍ او استحقاق په نظر ګوري:

' تېرو څو کلونو کې سعودي عربستان په بېلو شرایطو کې د حج پر مهال انتظامات کوي، چې پکې ناروغۍ، استوګنه او نور مسایل شامل دي. موږ به خپل استحقاق یا د خادم الحرمین الشریفین امتیاز له لاسه ور نه کړو.'

هغه زیاته کړه:

' د مکې مکرمې خلک دي، چې په سیمه کې ښه بلد دي او دا حق څوک د مکې مکرمې له اوسیدونکو نه شي اخیستلای.'

شهزاده ترکي الفیصل د سعودي شاهي کورنۍ لومړنی لوړپوړی غړی دی، چې د ایران نیوکو په ځواب کې غبرګون څرګندوي.

ترکي الفیصل تر دوو لسیزو د خپل هېواد استخباراتي ادارې مشري کړې او دې سره یې امریکا، برتانیا، ایرلنډ کې د خپل هېواد سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د نوموړي ورور خالد الفیصل د مکې مکرمې والي دی.

نوموړی شهزاده امریکا ته د بیروت انسټیټیوټ فکري مرکز غونډې کې د ګډون لپاره تللی او هلته یې له اي پي خبري اژانس سره مرکه کې دغه څرګندونې کړې دي.

سعودي چارواکو ویلي، چې د سږکال حج مراسمو کې د ټیل ماټیل رامنځته کېدو پایله کې ۷۶۹ حاجیانو ژوند له لاسه ورکړ. د ترکي الفیصل په خبره:

' دا د خواشینۍ ځای دی، چې ایران له دغې پېښې سیاسي ګټه پورته کول غواړي، ایراني مشرانو دغه خبره په تکرار سره کړې'