د ترکیې لومړي وزیر پر اسلامي دولت ډلې د انقرې بریدونو تور پورې کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption د دوشنبې په ورځ د پېښې ډېری وژل شوي کسان خاورو ته سپارل کېږي

د ترکیې لومړی وزیر احمد داوود اوغلو وايي، د اسلامي دولت نومي ډلې وسله وال هغه څوک دي، چې د شنبې ورځې پلازمېنې انقرې چاودنو لړ کې پرې تر ټولو ډېر شک کېږي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی، خو د ترکیې حکومت په دې باور دی، چې بریدګر دوه سړي وو، چې د ځانمرګو بریدونو کولو شک پرې کېږي.

په رسمي توګه دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۷ کسه ښوول کېږي، خو په لاریون کې د یوې مهمې شاملې ډلې مسوولین دغه شمېر ۱۲۸ کسان ښيي.

د دوشنبې په ورځ د پېښې ډېری وژل شوي کسان خاورو ته سپارل کېږي. د شنبې ورځې چاودنې داسې مهال وشوې، چې د پلازمېنې انقرې مرکزي اورګاډي تم ځای ته څېرمه ګڼ کسان په یوه لاریون کې یو ځای شوي وو.

د لاریون ګډونوالو د ترکیې حکومت او کرد وسله والې ډلې پي کي کي تر منځ د تاوتریخوالي پای ته رسیدو غوښتنه کوله.

د ترکیې دولتي ټلویزیون له لارې وینا کې ښاغلي اوغلو وویل، د چاودنو هدف پر راتلونکو ټولټاکنو اغیز کول دي، چې د نوامبر میاشتې په لومړۍ نېټه به ترسره کېږي.

دغه ټاکنې د جون میاشتې له هغو ټاکنو وروسته کېږي، چې پکې هېڅ ګوند و نه توانید د حکومت جوړولو لپاره اکثریت تر لاسه کړي.

چاودنو کې ډېری وژل شوي کسان د کرد پلوه ایچ، ډي، پي ګوند غړي وو. د دغه ګوند فعالان وايي اوس د هر ډول ټاکنیزو لاریونونو په لغو کولو غور کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د لاریون ګډونوالو د ترکیې حکومت او کرد وسله والې ډلې پي کي کي تر منځ د تاوتریخوالي پای ته رسیدو غوښتنه کوله

دغه ګوند په دې باور دی، چې په لاریون کې د دوی فعالان په ځانګړې توګه په نښه شوي دي.

د شنبې په ورځ د کردانو کارګر ګوند پي کي کي یو اړخیز اوربند اعلان کړ، خو دغه اوربند د حکومت له لوري رد شو او د ترکیې جنګي الوتکو د یکشنبې په ورځ د پولو په اوږدو کې د پي کي کي پر مورچلونو هوايي بمباري وکړه.

د ښاغلي اوغلو په وینا چارواکي له دواړو بریدګرو نه د یوه پېژندلو ته نژدې شوي دي.

ځینو ځايي رسنیو د هغه سړی ورور پکې ښکېل بللی، چې د اسلامي دولت نومي ډلې له لوري یې جولای میاشت کې سویلي سرحدي ښارګوټي سیوروک کې بمي برید کړی و. هغه برید کې ۳۰ کسان وژل شوي وو.