امریکايي الوتکو د 'اسلامي دولت' ضد جنګیالیو ته وسلې غورځولې

واشنګټن دغه وسلې د کردانو تر کنټرول لاندې سیمه کې غورځولې دي د انځور حقوق Reuters
Image caption واشنګټن دغه وسلې د کردانو تر کنټرول لاندې سیمه کې غورځولې دي

د امریکا متحدو ایالتونو ويلي په سوریه کې یې د اسد د نظام مخالفو وسله والو او له ''اسلامي دولت'' سره د جنګېدونکو ډلو جنګیالیو ته یې د یکشنبې او دوشنبې پر شپو د الوتکو له لارې پنځوس ټنه وسلې ورغورځولې دي.

د دفاع وزارت (پنتاګون) ویاند ویلي ''د امریکا سي ۱۷ ډوله بار وړونکو الوتکو له لوري د سوریې الحسکه ولایت کې د جنګي الوتکو په ملاتړ تر سلو ډېرې داسې بستې ورغورځولې، چې د سپکو وسلو او لاسي بمونو زېرمې پکې وې.''

واشنګټن وايي، له کردي جنګیالیو سره د همغاړو سوري عرب جنګیالیو لپاره هم وسلې پر لاره دي.

دغه ډلې پر رقه ښار د ''اسلامي دولت'' پسې اخیستو لپاره ګډ بریدونه کوي.

د رقې د وسله والې ډلې ویاند ابو معاذ ویلي: ''له امریکایانو سره مو ولیدل.. موږ ته وویل شول چې نوې وسلې موږ ته پر لاره دي.''

د رقې د جنګیالیو ایتلاف په اصل کې د سیمه ییزو قبایلو له کسانو جوړ شوی، خو کردي او د کردانو د ولس ساتنې عناصر هم پکې دي. دغه نوی ایتلاف په سوریه کې د دیموکراتیک قوت په نامه یادېږي.

دغو ځواکونو وکړای شو چې د روان کال په لومړیو کې د سوریې له شمالي سیمو د ''اسلامي دولت'' ډلې جنګیالي وشړي.

د امریکا متحده ایالتونه وايي، د دوی له خوا ټولې مرستې د الوتکو له لارې په خوندي چاپېریال کې راټولې شوې دي.

استانبول کې د بي بي سي خبریال وايي، د امریکا دفاع وزیر کارټر اشټون تېره اونۍ ویلي وو چې امریکا کردانو ته د وسلو د بستو استولو پرېکړه کړې ده.

د امریکا متحدو ایالتونو دا هم ویلي چې د سویې نوي مخالف جنګیالي به وروزي.

پر واشنګټن وروسته تر هغه چې د امریکا له خوا روزل شويو جنګیالیو خپلې وسلې او جنګي تجهیزات سخت دریځو ته تسلیم کړل، ددغه روزنیز پروګرام – چې د لګښت کچه یې ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه ـ له کبله نیوکې ډېرې شوې دي.

تېره میاشت په ډاګه شوه، له روزل شویو جنګیالیو ایله څلور یا پنځه یې په سوریه کې موجود وو.

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي، له مشرانو د غوره شوې ډلې ملاتړ به وکړي.

د امریکا ددغه پروګرام هدف دا و چې سږ کال یې ۵۴۰۰ جنګیالي وروزل او وسلې یې ورکړې، او په ۲۰۱۶ کال کې به ۱۵ زره نور هم ورزي او وسلې به ورکړي.

په دې لړ کې دوې مهمې ډلې سوریې ته واستول شوې، چې د القاعدې شبکې اړوندې نصرت جبهې د لومړۍ استول شوې ډلې وسلې او مهمات په تېر جولای میاشت کې ونیول، خو دویمې ډلې بیا په سپتمبر کې د خوندي تېرېدو په مقابل کې نصرت جبهې ته خپلې وسلې او مهمات تسلیم کړل.

ورته مطالب