اندونیزيا کې قهرېدلو کسانو دوه کليساوې وسوځولې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تېره اوونۍ د آچې يوه ډله ځوانانو د يوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومت غوښتي و هغه کليساوې دې وتړي چې اجازه ليک نه لري

اندونيزيا کې چارواکي وايي د آچې په ولايت کې د نښتو پر مهال لږترلږه دوه کليساوې سوځول شوي او يو کس وژل شوی دی.

راپور کاږي سلګونو مسلمانانو د آچې په سينګکيل ولسوالۍ کې پر يوې کليسا يرغل وروړی او اور يې ور اچولی دی.

د بشري حقونو يوې ډلې ويلي بريدګرو وروسته تر دې د رومن کاتوليک يوه بله کليسا هم وسوځوله.

تر دې وروسته قهرېدلي کسان دريمې کليسا ته ورغلل او دغلته له دوی سره د عيسوي وګړو او پوليسو د مقاومت په پايله کې يو کس ووژل شول.

د تاوتريخوالي دې څپو ته په غبرګون کې د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي: ''د آچې په سينګکيل کې تاوتريخوالی ودروئ. هر ډول تاوتريخوالی په ځانګړي ډول مذهبي او عقيدوي تاوتريخوالی شته توپيرونه لا زياتوي.''

تېره اوونۍ د آچې يوه ډله ځوانانو د يوې مظاهرې پر مهال له حکومت وغوښتل هغه کليساوې دې وتړي چې اجازه ليک نه لري.

ځايي حکومت د دوی له غوښتنې سره موافقه وکړه، خو د سې شنبې پر ورځې کړکيچ تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد او خلک پخپله لاس په کار شول.

د آچې د پولیسو مشر حسين حميدي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي: ''د لومړۍ کليسا له سوځولو وروسته پارېدلو خلکو هڅه کوله دريمه کليسا هم وسوځوي، خو عيسويانو يې مخه ونيوله.''

ده وويل دغلته د دواړو لوريو ترمنځ نښته وشوه او يو کس په بادي توپک په سر ولګېد او مړ شو.

ګومان دا دی، وژل شوی کس د هغو کسانو د ډلې و چې پر کليساو يې بريدونه کول.

راپورونه وايي د شخړو پر مهال څلور کسه نور ټپيان دي چې يو يې پوليس دی.

ورته مطالب