د بوکر سږنۍ جايزه د ''اوو وژنو لنډ تاريخ'' ناول وګټله

Image caption دی لومړنی جیمیکايي لیکوال دی، چې د بوکر جایزه یې وګټله

د برتانيا غوره ادبي جایزه مین بوکر دا ځل د اوو وژنو لنډ تاریخ په نوم ناول وګټله.

دغه اثر د جیمیکايي لیکوال مارلن جیمز دريم ناول دی.

ناول په ۱۹۷۰یمو او ۱۹۸۰يمو کلونو کې د جیمیکا د سیاست او مجرمو ډلو پر ریښتینو پېښو راڅرخي.

دا جایزه هر کال په انګلیسي ژبه لیکل شویو کتابونو ته ورکول کېږي.

مارلن جیمز د جایزې د تر لاسه کولو پر مهال خپلې وینا کې وویل، ۱۰ کاله وړاندې چې کله د ده یو ناول د کابو ۷۰ خپرندویو ټولنو له خوا رد او له چاپه پاتې شو، نژدې وه چې له لیکوالۍ لاس پر سر شي.

دی لومړنی جیمیکايي لیکوال دی، چې د بوکر جایزه یې وګټله. په دغه ۶۸۰ مخيز حماسي ناول کې هېښوونکې او د سرغړونو کيسې دي.

مارلن جيمز ته د سې شنبې په شپه په لندن کې ۵۰۰۰۰ پونډه هم ورکړای شول. د جایزې ګټونکی ناول د بوب مارلي وژنې هڅې پېښې نه په الهام اخیستو لیکل شوی دی.

دغه پېښه ۱۹۷۶ کال کې هغه مهال وشوه، چې د جیمیکا دغه موسیقي ستوري په خپل هېواد کې له یوه کنسرته مخکي ټپي کړل شو.

کېسه له همدغه ځایه پیلیږي، خو وروسته د دریو لسیزو ناخوالې رانغاړي، چې پکې د مخدره موادو قاچابرو ، لوړ پوړو چارواکو، ټوپکمارو، ژورنالیستانو، د ښکلو نجونو او ان د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې داستانانونه هم نغښتي دي.

جیمز وايي هڅه یې کوله یو 'منطقي' اټکل وکړي، چې اوو زلمیو هلکانو ولې غوښتل مارلي، کورنۍ یې او د موسیقۍ ډلې غړي یې ووژني.

د جایزې له ګټلو وروسته هغه وايي یو سبب چې غوښتل مې دغه ناول ولیکم، دا و چې د دغو ډېری کسانو هېڅ تاریخ به پاتې نه شي.

د انځور حقوق AP
Image caption جیمز د جیمیکا په کنګسټون کې د پولیسو یوه جاسوس کره ۱۹۷۰ کال کې وزیږید.

' دوی تري تم شوو، فکر نه کوم موږ ته به بیا معلومه شي، چې دوی څوک وو او همدغه څه دي، چې تخلیق ته مو هڅوي.'

دغه کتاب د تاوتریخوالي وختونو ته پام اړوي. بي بي سي سره خبرو کې هغه وویل:

'له اوو وژنو ورهاخوا هم یو څه شته'

د ناول لیکلو برخه کې جیمز له خپلې کورنۍ مننه کوي، خو ژبې ته يې په اشارې سره وايي:

'دغه وختونو کې مې مور باید د کتاب له څلورم څپرکي لرې واوسي.'

کېسه تر ۶۸۰ پاڼو پورې د ۷۶ کرکټرونو له لیدلوري بیان شوې ده. د سرلیک ' لنډ تاریخ' برخې په اړه هغه د ټوکې په توګه وايي: 'دغه برخه د اجمالي اکسفورډ ډکشنریو پر بنسټ ده، چې معمولاً څلور انچه پیرړې وي.'

د لیکوال په اړه:

جیمز د جیمیکا په کنګسټون کې د پولیسو یوه جاسوس کره ۱۹۷۰ کال کې وزیږید.

اوسمهال هغه د متحدو ایالتونو په میناسوټا ایالت کې د تخلیقي لیکوالۍ ښونکی دی.

د هغه د لومړني لیکل شوي ناول له چاپولو ۷۸ خپرندویانو انکار کړی و. لومړي سر کې هغه غوښتل نوره لیکوالي پرېږدي او ټوله مسوده یې له منځه وړې وه، چې وروسته یې د ليږل شویو برېښنالیکونو په برخه کې وموندله.

د هغه لومړنی خپور شوی ناول 'جان کروز ډېول 'و. دویم یې د ' بک اف نایټ وومن ' چې د ۲۰۱۰ کال لپاره یې ډایټون ادبي سولې جایزه وګټله.

د همدغه ناول نوم د ۲۰۱۰ کال د کتابونو کره کتنې حلقې د جایزې لپاره نهايي شوی و. اوسمهال نوموړي پر یوه ناول کار کوي، څېړنه ورته کوي، چې د ۱۱ پيړۍ کېسه رانغاړي. هغه وايي: ' زه د تورې دورې تر ټولو لوی زده کړیال یم، نه یوازې په اروپا کې بلکې هغو ټولو هېوادونو کې، چې هېڅله پکې دا تیاره وختونه نه وو، ځکه غواړه په هغو وختونو کې یو څه معیاري وخت تېر کړم.)'

ورته مطالب