اسراییلو کې پر بس تمځای برید کې پوځي وژل شوی، لس کسان ټپیان دي

د انځور حقوق AP
Image caption د اسراییلو هارتیز ورځپاڼې د پولیسو مشر له قوله ویلي، چې یو وسلوال سړی د بسونو مرکزي تمځای ته ننوت او په ډزو یې یو پوځي وواژه

اسرایلی پوځ وایي، یوه عرب بریدګر د دوی یو سرتېری وژلی دی. سرتېری د اسرایلو په جنوبي ښار بېر شېوا کې د چړې او ټوپک ډزو په پایله کې په بس تمځي کې وژل شوی دی. پېښه کې د څلورو پولیسو په ګډون لس تنه ټپي شوي دي.

بریدګر چې ګومان کېږي فلسطینی و، د پولیسو له خوا وژل شوی دی. دغه سړی له ټوپک او چړې سره بس تمځي ته ورغلی و، خو ځینې رپوټونه وایي چې سړي له پولیسه ټوپک ونیو او ډزې یې پیل کړې.

بل لور ته په پام کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري دا اوونۍ په جرمني کې د اسراییلو له لومړي وزیر بین یامین نیتانیاهو سره وګوري او د اسراییلو او فلسطین ترمنځ پر تاوتریخوالي خبرې ورسره وکړي.

ښاغلی کیری وایی دی به د فلسطین له ولسمشر سره هم وګوري او ورسره به وغږېږي.

جان کیری د مسلې د سملاسي حل اړتیا ته اشاره وکړه.

د اسراییلو هارتیز ورځپاڼې د پولیسو مشر له قوله ویلي، چې یو وسلوال سړی د بسونو مرکزي تمځای ته ننوت او په ډزو یې یو پوځي وواژه.

وروسته په ځوابي ډزو کې بریدګر ووژل شو.

په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې برید کې دوه کسان شامل وو، چې یو وژل شوی دی او بل یې سخت ټپي دی.

خو د اسراییلي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې دویم کس د اریټریا اوسیدونکی دی.

د ځايي روغتون مسوولینو په وینا دوی ته د څلورو پولیسو په ګډون لس ټپیان وروړل شوي دي، چې وايي د دوو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.