سوریې کې د هوايي برید پایله کې ۴۰ داعش وسله وال وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د رامي عبدلرحمان په خبره د پېښې په ځای کې د وسله والو سوځلي مړي لیدل شوي دي

یوه برتانیا مېشته څار ډله وايي سوریې کې د یوه هوايي برید پایله کې د اسلامي دولت نومي ډلې اړوند ۴۰ وسله وال وژل شوي دي.

سوریې کې د بشري حقونو حالت څارنې دغه ډله وايي د ۱۶ ګاډو پر یوه کاروان هغه مهال هوايي برید شوی دی، چې شپې مهال د هما ایالت ختیځ کې د سفر په حال کې و.

د دغې ډلې مشر وايي، کېدای شي دغه الوتکې د روسیې وې او یا هم د سوري حکومت اړوند وي، خو وايي د امریکاي په مشرۍ د اییتلافي ځواکونو الوتکو دغه برید نه دی کړی.

د رامي عبدلرحمان په خبره د پېښې په ځای کې د وسله والو سوځلي مړي لیدل شوي دي.

د څارنې دغه ډله چې د سوریې کړکیچ له نژدې څاري وايي، د اسلامي دولت ډلې د وسله والو دغه کاروان په رقه کې د دوی له مرکزه سفر کاوه، چې پرې برید وشو.

روسیې د تېرې میاشتې وروستیو کې سوریې کې هوايي بریدونه پیل کړل او وايي د اسلامي دولت نومي ډلې او د سوري ولسمشر بشارالاسد په نورو مخالفو وسله والو ډلو دغه بریدونه کوي.

د امریکا په مشرۍ اییتلافي ځواکونه، چې د اسلامي دولت ډلې پر هدفونو سوریې کې ځانګړي بریدونه کوي بیا وايي، له روسیانو سره به د دوی په ماموریت کې همکاري و نه کړي.