سنګاپور به هند ته د ۱۱ پېړۍ '' غلا شوی '' بت بېرته ورکړي

Image caption دغه مجسمه له ۳۰ هغو اثارو نه یوه وه، چې یاد موزیم رانیولي وو

د سنګاپور یو موزیم به هند ته د ۱۱ پېړۍ هغه مجسمه بېرته ورکړي، چې داسې باور کېږي، له هغه هېواده غلا شوې وه.

سنګاپور کې د اسیايي مدنیت موزیم ( اي سي ایم ) دغه مجسمه د نیویارک له لرغوني هنر معامله ګرو نه په ۲۰۰۷ کال کې د شپږنیم لکو امریکايي ډالرو بدل کې رانیولې وه.

خو د کمپنۍ چارواکو وروسته ومنله، چې د دغې برونز مجسمې په شمول یې هندي غلا شوي لرغوني توکي پلورلي دي.

دغه تورونه لومړی ځل ۲۰۱۲ کال کې هغه مهال څرګند شول، چې په محکمه کې د یادې کمپنۍ خلاف د لرغونو توکو قاچاقي لېږد یوه قضیه څېړل کېده.

داسې باور کېږي، چې اوما پارامېشورې نومي دغه بت سویلي هند کې له تامل ناډو سیمې غلا شوی و.

دغه ګام د سنګاپور لرغونو اثارو بورډ او ارکیالوجیکل سروې اف انډیا چارواکو تر منځ، چې د هند لرغوني اثارو چارې پر مخ بیايي له خبرو وروسته اخیستل شوی دی.

د موزیم چارواکو په خبره هندي چارواکو مې میاشت کې د دغې مجسمې بېرته ورکولو غوښتنه کړې وه.

دغه مجسمه له ۳۰ هغو اثارو نه یوه وه، چې یاد موزیم رانیولي وو، خو له دې پرته د نورو په اړه د غلا ادعا نه ده شوې.

موزیم چارواکي وايي دا چې برالا درغلي ورسره شوې، په اړه به یې قانوني اقدامات وکړي.