بانکي مون منځني ختيځ کې د شخړو درېدو غوښتنه کړې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شمېرو له مخې په وروستيو څو اوونيو کې دې ته ورته پېښو کې له ۴۰ زيات فلسطينیان او ۷ اسراييليان وژل شوي دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون پر اسرایلو او فلسطینیانو غږ کړی، چې له یوه خطرناک ګړنګه بېرته په شا شي.

ښاغلي بان سیمې ته د یوه ناڅاپي سفر پر مهال ویلي، چې له کنتروله وتونکو پېښو د کابو کولو لپاره د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

پرون (سه شنبه، اکتوبر ۲۰مه) هم ټوله ورځ د اسرایلو او فلسطینیانو تر منځ د یو شمېر نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د اسرایلو پوځ وايي، دوه فلسطینیان وروسته له هغې په ډزو وژل شوي، چې د لوېدیځې غاړې په هېبرون ښار کې یې پر سرتېرو د چړو بریدونه وکړل.

همداراز یوه اسرایلي پولیس ویلي، یوه فلسطیني سړي په بیت المقدس کې د اسرایلي وګړو په یر یوې ډلې د موټر ورخېژولو هڅه کړې ده.

ده ويلي چې له امله یې موټر چلوونکی د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

په وروستيو کې د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ نښتې زياتې شوې او هره غاړه د تاوتريخوالي د پيلېدو پړه پر بلې اچوي.

د اکتوبر پر ۱۷مه د اسراييلو امنيتي ځواکونو په بېلابېلو پېښو کې د دريو فلسطينيانو د وژلو خبر ورکړی.

د انځور حقوق Getty
Image caption ويل کېږي روانه مياشت نژدې هره ورځ فلسطينيانو پر اسراييلو د چاقو بريدونه کړي دي

ویل کېږي په وژل شويو کسانو کې يوه مېرمن هم شامله ده.

د اسراييلي ځواکونو په وينا د الخليل ښار کې يو ځوان فلسطيني په ډزو وژل شوی، دغه ځوان غوښتل پر يوه اسراييلي د چاقو بريد وکړي.

د شمېرو له مخې په وروستيو څو اوونيو کې دې ته ورته پېښو کې له ۴۰ زيات فلسطينیان او ۷ اسراييليان وژل شوي دي.

ويل کېږي روانه مياشت نژدې هره ورځ فلسطينيانو پر اسراييلو د چاقو بريدونه کړي دي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ (۱۶ اکتوبر) د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ د شخړو پر سر وېره ښودلې او له دواړو غاړو يې غوښتي چې د خبرو له لارې دې د تاوتريخوالي اور ته لمن نه وهي.

ورته مطالب