د سي آی اې د مشر شخصي برېښنالیکونه 'افشا' شوي

برینان د انځور حقوق AFP
Image caption سي آی اې د برینان د شخصي برېښنالیکونو افشا کېدل یو ''جرم'' ګڼلی دی.

ویکیلیکس وېبپاڼه ادعا کوي، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو 'سي آی اې' د مشر جان برینان د شخصي برېښنالیک پټ معلومات یې خپاره کړي. په افشا شویو ایمیلیونو کې د ایران په اړه ځینې موضوعات هم شته.

ویکیلیکس دا ادعا د تېرې چارشنبې په ورځ وکړه.

ظاهراً ښکاري چې دغه افشا شوي ایمیلونه د ښاغلي برینان د سي آی اې له مشر کېدو وړاندې وخت دي.

په افشا شویو معلوماتو کې هغه اېمیلیونه هم دي، چې په ۲۰۰۷ کال د ایران او امریکا د لانجې پر سر خبرې پکې شوې.

ویکیلیکس وايي، ښاغلي برینان د 'انالیسیس ګروپ' په نامه د معلوماتو د شننې یو شرکت هم درلود.

د امریکا څارګره اداره ''ایف بي آی''د ښاغلي برینان د هک شویو برېښنالیکونو په اړه څېړنه کوي.

وړاندې یوه زده کوونکي هم ''نیویارک پوسټ'' ورځپاڼې ته ادعا کړې وه، چې ګني د ښاغلي برینان برېښنالیک یې هک کړی دی.

که څه هم د دغه هکر زده کوونکي نوم نه دی افشا شوی، خو ویلي یې دي چې دا کار یې د امریکا د بهرنۍ تګلارې په غبرګون کې کړی دی.

ښاغلی برینان په ۲۰۱۳ کال د سي آی اې مشر شو. وړاندې هغه څلور کاله په امنیتي چارو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر سلاکار و.

ویکیلیکس لیکلي: ''نن، د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر ۲۱مه، او په راتلونکو ورځو کې ویکیلیکس داسې اسناد خپروي، چې د سي آی اې د مشر له نارسمي ایمیله راخیستل شوي''.

Image caption دغه زده کووونکی زیاتوي، دا کار یې د امریکا له بهرنۍ تګلارې سره د خپل مخالفت ښوولو له کبله کړی

سرچینه زیاتوي، برینان په ۲۰۰۹ کال د ترهګرۍ ضد چارو او ملي امنیت کې د ولسمشر بارک اوباما سلاکار شو، چې بیا وروسته په ۲۰۱۳ کال د سي آی اې مشر وټاکل شو.

سي آی اې د برینان د شخصي برېښنالیکونو افشا کېدل یو ''جرم'' ګڼلی دی.

ورته مطالب