د وېښتانو جوړولو پر سر شخړې د یوه مصري ځوان ژوند واخیست

د انځور حقوق Sean Gallup Getty Images

د مصر صعید بني سویف مرکز په یوه سلماني کې د وېښتانو جوړولو د لومړي نوبت نیولو پر سر لفظي شخړه آن د یوه ځوان په مرګ تمامه شوې ده.

پېښه د چارشنبې په ماښام هغه مهال رامنځ ته شوې، چې دوو ځوانانو په سلمانۍ کې د وېښتانو جوړولو پر سر شخړه وکړه، لاسونه یې سره واچول او بالاخره یو پکې ووژل شو او بل ټپي شو.

لومړي ټپي شوي سړی، روغتون ته تر رسول کېدو وروسته د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

دغه ځوان د لفظي شخړې پرمهال په وژونکو او ټپي کوونکو څیزونو د یوې ډلې کسانو له خوا وهل شوی.

د مصر امنیتي سرچینې وايي، پلټنو وښوده چې ۲۲ کلن محمد محمد عید، چې د حقوقو پوهنځي لیسانس دورې محصل و، او ۲۳ کلن مصطفی محمد احمد ترمنځ لفظي شخړه شوې، بیا یې لاسونه سره اچولي، او لومړي کس پر دویم له جیبه چړه رایستلې او د هغه په خېټه یې منډلې ده.

ټپي شوی روغتون ته له رسول کېدو وروسته مړ شوی.