آن اپل هم 'د آیفون رمز نه شي ماتولی'

اپل وايي، له رمز داخلولو پرته ګرځنده تیلیفونونو ته لاسرسی ممکن نه دی د انځور حقوق Thinkstock
Image caption اپل وايي، له رمز داخلولو پرته ګرځنده تیلیفونونو ته لاسرسی ممکن نه دی

'اپل' شرکت وايي، آن پخپله دغه شرکت هم د نویو ځیرک تیلېفونونو رمز ماتولو ته لاسرسی نه لري، خو که وغواړي د مخکې جوړو شویو آیفونونو رمز یا (پټ نوم) ماتولی شي.

دا څرګندونې د اپل شرکت یوه مشر له یوه قاضي سره په ناسته کې وکړې. له اپل شرکت غوښتل شوي وو چې ووايي تر کومه بریده له اپل شرکت نه په یوه قضايي دوسیه کې مرسته ترلاسه کېدلی شي.

د امریکا عدلیې وزارت پر اپل شرکت فشار راوړی، چې له محکمې سره د یوه آیفون د معلوماتو ترلاسه کولو کې همکاري وکړي.

اپل شرکت وايي، ۹۰ سلنه آیفونونه یې د چلیځ ۸ عامل سیستم یا تر دې پورته او نوي سیستمونه لري، چې پرانیستل یې آن د اپل شرکت لپاره هم ناممکن دي.

په دې دوسیه کې د یوه پخواني تیلیفون په اړه خبرې کېدي، خو اپل شرکت د امریکا د عدلیې وزارت د غوښتنو پر وړاندې تر اوسه ځان مقاومت ته ټینګ کړی دی.

متحدو ایالتونو کې یوه منصفه پلاوي اپل ټکنالوژي کمپنۍ ته امر کړی، چې د اختراع ثبت حقونو نقضولو له کبله له ۲۳۴ میلیونه ډالره ډېر تاوان ورکړي.

اپل شرکت محکمې ته په یوه جلسه کې وویل، د یوه تیلیفون پرانیستل د اپل شرکت د باور له منځه وړلو په معنا دي، چې په دې سره یې مشتریان کمېږي او دغه شرکت ته به ډېر مالي زیان ورسېږي.

Image caption د اپل شرکت تنفیذي مشر تیم کوک کلیفورنیا کې خپلو مینه والو ته په وینا کې وویل، دغه شرکت به اجازه ورنه کړي چې څارګر سازمان یې په سافټویرونو له اپل ګټه واخلي.

ددغې قضیې اړوند قاضي جیمز اورنسټین نومېږي چې له اپل یې غوښتي چې په پنجشنبې د محکمې په یوه ناسته کې ګډون وکړي. تر اوسه روښانه نه ده چې اپل به مثبت ځواب ورته ویلي وي او که څنګه.

د یوه تیلیفون د ننه معلوماتو ته لاسرسي لپاره یوه کوډ (رمز) ته اړتیا ده، چې یوازې کاروونکی یې ورکول شي.

د اپل شرکت تنفیذي مشر تیم کوک کلیفورنیا کې خپلو مینه والو ته په وینا کې وویل، دغه شرکت به اجازه ورنه کړي چې څارګر سازمان یې په سافټویرونو له اپل ګټه واخلي.

هغه وال سټریټ ژورنال ته ویلي: "په نننۍ نړۍ کې معلوماتو ته رمز ورکول لازم دي".

ښاغلي کوک دا هم ویلي، یوڅوک باید د بل چا شخصي حریم او امنیت ګواښلو ته ورننوځي.

د آکسفورډ انټرنېټي مؤسسې ډاکټر جاس رایټ وايي، په ګرځنده تیلېفونونو او نویو کمپیوټري پروګرامونو کې معلوماتو ته د لاسرسي رمز ورکولو سیستمونه داسې طراحي شوي چې د ځانګړې کیلۍ له لرلو پرته معلوماتو ته لاسرسی ممکن نه دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption متحدو ایالتونو کې یوه منصفه پلاوي اپل ټکنالوژي کمپنۍ ته امر کړی، چې د اختراع ثبت حقونو نقضولو له کبله له ۲۳۴ میلیونه ډالره ډېر تاوان ورکړي.

دی وايي: "اپل، تیلیفون سیټونه او سافټویرونه جوړوي، خو که چېرې کیلي ونه لري، همدومره ددغه سیټ په پرانیستلو کې نابریالي کېږي لکه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چې دی".

د داکټر رایټ په وینا، قضايي ارګانونه ځینې وخت هڅه کوي هغه معلومات ترلاسه کړي چې رمز ورکړل شوی دی.

'د نه ماتېدو وړ'

ددغو بنسټونو لپاره یوازېنۍ لار دا ده چې سبا ته اړ شي پخپله دغه کیلي هغوی ته ورکړي یا دا چې د مطلوب کس تیلیفون ته د وایروس استولو له لارې د رمز لیکلو پرمهال له هغه نه رمز واخلي.

دی وايي، د رمز ماتولو لپاره کومه لاره نه شته، مګر تېلیفون ته د رمز داخلولو د رمز موندلو له لارې دا کار کېدای شي.

د ګرځنده تیلیفونونو د چاپېریال خوندي کولو لپاره، اپل شرکت په یوه بل ګام کې، له انټرنېټي خرڅلاو ځایونو ۲۵۰ اپلېکیشنونه راغونډ کړي دي.

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د ګرځنده تیلیفونونو د چاپېریال خوندي کولو لپاره، اپل شرکت په یوه بل ګام کې، له انټرنېټي خرڅلاو ځایونو ۲۵۰ اپلېکیشنونه راغونډ کړي دي.

په دغو اپلیکیشنونو کې له تبلیغاتو ښکاري، چې د سړي خصوصي معلومات غلا کوي.

ورته مطالب