واشنګټن مسکو کې د سوري ولسمشر پر هرکلي نیوکه کړې

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال له کورنۍ جګړې پیلېدو راپدېخوا، مسکو ته د بشار الاسد لومړی سفر دی.

سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ مسکو کې د سوريې ولسمشر بشار الاسد ته د روسي چارواکو پر هرکلي کلکه نیوکه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند اریک شولټز ویلي: ''وینو چې د خپل ولس پرضد د کیمیاوي وسلو له کارولو وروسته پر سره غالۍ د اسد هرکلی په سوریه کې د سیاسي لېږد په تړاو د روسانو له اعلان شوي دریځ سره په ټکر کې عمل دی''.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د امریکا لویه اندېښنه دا ده چې روسیه د اسد پوځي ملاتړ ته دوام ورکوي.

سرچینه زیاتوي، دغه ملاتړ د اسد د حکومت له دریځ پیاوړي کولو سره مرسته کړې، او دا کار د کورنۍ جګړې اوږدېدو او د اورپکۍ پراخیېدو ته لاره هواروي.

مسکو ته اسد داسې مهال سفر کړی، چې درې اونۍ وړاندې روسیې د سوریې په قلمرو کې د حکومت ضد مخالفانو پرضد هوايي بریدونه پیل کړي، خو ظاهراً وايي چې هدف یې د ''اسلامي دولت'' ډلې ځپل دي.

دا په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال له کورنۍ جګړې پیلېدو راپدېخوا، مسکو ته د بشار الاسد لومړی سفر دی.

اسد د خپل سفر پرمهال د سوریې په شخړه کې د روسیې پوځي مداخله ډېره وستایله.

دی وايي، د روسیې مداخلې په سوریه کې د ''ترهګرۍ د لمن پراخېدو مخه تر ډېره نیولې ده''.

پوتین له اسد سره تر کتنې وروسته د سعودي عربستان او ترکیې له چارواکو سره هم کتلي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption میلیونونه سوري وګړي له جګړې تښتېدلي دي.

روسیې په وروستیو کې سوریه کې هوايي بریدونه پیل کړي چې وايي ''د ترهګرو مرکزونه'' په نښه کوي.

خو لوېدیځ او عربي هېوادونه وايي، د روسي بریدونو هدف د هغو وسله والو په نښه کول دي، چې د اسد د نظام پرضد جنګېږي.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب