اسپرین د سرطان ناروغۍ په مخنیوي کې رول لرلی شي؟

Image caption تر اوسه چې کومې ازموينې شوي دي هغه ښيي چې اسپرين په ځينو ناروغانو کې د زړه د حملې يا د مغزي سکتې مخه نيسي.

په برېتانيا کې د ناسور يا سرطان ناروغۍ د درملنې او مخنيوي په برخه کې د اسپرين د کارونې په تړاو ستره ازموينه پيلېدونکې ده.

د برېتانيا د روغتيا ملي ادارې د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې له يوې مرستندويه څانگې سره په گډه د سرطاني ناروغيو د بېرته راگرځېدو د مخنيوي په برخه کې د اسپرين د رول او اغېز په اړه ستر تحقيقات پيلوي .

د دغو تحقيقاتو د بشپړولو لپاره دغه دواړه څانگې په پام کې لري چي د برېتانيا په کچه له سلو نه په زياتو مرکزونو کې ١١ زره کسان د ١٢ کلونو لپاره تر ازموينې لاندې ونيسي.

دغه ١١زره کسان به په دريو جلا ډلو وېشل کېږي.

د يوې ډلې غړو ته به د ورځې سل ملي گرامه اسپرين ورکوي، د بلې ډلې غړو ته به ٣٠٠ او د درېیمې ډلې غړو ته به پلاسبو يانې هغه درمل چې اسپرين ونه لري ورکوي.

هغه ناروغان چې په دغو پلټنو کې به تر ازموينې لاندې نيول کېږي زياتره يې د کولمو، تيونو، مرۍ، پروستات او معدې په سرطان اخته شوي، اوس تر درملني لاندې دي او يا يې هم تازه درملنه شوې ده.

له دغه پلټنې نه موخه دا ده چې وگوري په ناسور اخته ناروغان او هغو ته چې ورنه تازه روغ شوي که د پنځو کلونو لپاره اسپرين ورکول کېږي پرې بېرته د سرطان د ناروغۍ مخه نيولى شي او يا يې لږ تر لږه بېرته راگرځېدنه ځنډولى شي؟

تر اوسه چې کومې ازموينې شوي دي هغه ښيي چې اسپرين په ځينو ناروغانو کې د زړه د حملې يا د مغزي سکتې مخه نيسي.

اوس ځيني سيانس پوهان په دې اند دي چي ښايي اسپرين د ځينو سرطانې ناروغیو په برخه کې هم دغه رول ولوبوي.

پلټونکې ډله وايي برېتانيا مېشتي وگړي که غواړي په دغه پروسه کې ورګډ شي کولى شي له خپلو ډاکترانو سره په تماس کې شي.