بحرین: سیاسي فعالې ته د پاچا تصویر څېرلو له کبله د زندان سزا

د انځور حقوق AP
Image caption زینب الخواجه د ۲۰۱۱ کال د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو له پیله راهیسې څو ځلې زنداني شوې او وار له مخه یې یو کال په زندان کې تېر کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل وايي د بحرین محکمې هغې سیاسي فعالې ته د یوه کال زندان سزا ورکړې، چې د محاکمې پر مهال یې د هېواد د پاچا عکس څېرلی و.

د محکمې په خونه کې پاچا د عکس څېرلو دغه پېښه ۲۰۱۴ کال کې رامنځته شوې وه.

د بحرین استناف محکمې د لومړنۍ محکمې هغه پرېکړه پر ځای بللې، چې زینب الخواجه یې پاچا ته د سپکاروي مجرمه بللې، خو دغې محکمې د لومړنۍ هغې لخوا زینب ته ورکړله شوې درې کلنه سزا یوه کال مودې ته ټیټه کړې ده.

عدالت پر زینب درې زره بحریني دینا جریمه هم لګولې او وايي که جریمه ور نه کړي د سزا موده به یو نیم کال زیاته شي. د بحرین عدلیې وزارت چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

زینب الخواجه د دغه هېواد د مخکښ سیاسي فعال عبدالهادي الخواجه لور ده، چې دا مهال زندان کې دی.

نوموړي ته د ۲۰۱۱ کال کې جمهوریت غوښتونکو مظاهرو کې د مخکښ رول له کبله د عمري زندان سزا ورکړله شوې ده.

زینب هم د ۲۰۱۱ کال د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو له پیله راهیسې څو ځلې زنداني شوې او وار له مخه یې یو کال په زندان کې تېر کړی دی.

هغې دا مهال دغه ډول دریو نورو قضیو کې د سزا خلاف استناف غوښتنه کړې ده، چې د مظاهرو پر مهال د عکس څېرلو یوه قضیه هم پکې شامله ده.

هغه قضیه کې هم نوموړې ته د څلور میاشتې زندان سزا ورکړله شوې ده.

یوه بله قضیه کې نوموړې ته په زندان کې له پلار سره د لیدو پر مهال د زندان له یوه افسر سره د ناسمې رویې له کبله د اته میاشتې زندان سزا ورکړله شوې.

د بحرین محکمې دغه پرېکړه د هغې له ۳۲ کلیزې سره همهاله شوې او له همدې کبله یې سیاسي ملګرو په خواله رسنیو کې د '' زینب کلیزه دې مبارکه شه '' له هشټګ سره کمپاین پیل کړی دي.

د هغې کورنۍ وايي که زنداني شي، خپل کوچنی ماشوم به هم زندان کې له ځانه سره وساتي.