د لندن بېګ بېن به غلی شي؟

د انځور حقوق PA
Image caption روان کال اګست میاشت کې دغه ساعت له ځایي وخته شپږ ثانیې وروسته کړنګیدلی و

د بریتانیا پارلمان ستر ساعت یا بیګ بین سملاسي ترمیم ته اړتیا لري.

سیاستوالو خبرداری ورکړي، چې که دغه ساعت سملاسي ترمیم نه شي، د ماتېدو خطر یې موجود دی.

خو وايي د ترمیم لګښت یې تر ۴۰ میلیونو پاونډو پورې رسیدای شي.

بل لور ته د نوټنګم سټي شورا وړاندیز کړی دی، چې د دغه ساعت دروند غږ دې په لس ټنه درانه جرس ( لټل جان ) بدل کړل شي.

ډیوېډ لیون وايي دا په هېواد کې ''تر ټولو غوره ساعت دی.''

'بګ بین دې غلی شي،' دغه خبر نوټنګهم شورا اړ ایستې، چې وړاندیز وکړي، تر هغه مهاله چې د لندن ساعت ترمیم کېږي، تر هغه مهاله بي بي سي کولای شي د دوی د ساعت غږ په ژوندۍ بڼه خپور کړي.

یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د ساعت ستنې، پنډولم او الزابت ټاور هم ترمیم ته اړتیا لري.

وروستی ځل ۳۱ کاله مخې دغه ساعت ترمیم شوی و.

د پارلمان یوه ویاند په خبره تر اوسه د ترمیم پیل پرېکړه نه ده شوې، خو دا چې څومره وخت به ونیسي او لګښت به یې څومره وي، ټول پرې یوه خوله دي.

د دارلعوام کېمټې په خبره ۱۵۶ کلن ساعت کې درزونه پیدا شوي دي، خرابي پکې شته او باید ترمیم شي.

چارواکي وايي له غورځيدو نه د دغه ساعت غورځیدو مخنیوي لپاره نژدې ۴۹ میلیونه پاونډه لګښت ته اړتیا ده، خو وايي د سملاسي ترمیم لپاره څلوېښت میلیونه پاونډو ته اړتیا ده.

د روان کال اګست میاشت کې دغه ساعت له ځایي وخته شپږ ثانیې وروسته کړنګیدلی و، چې له کبله یې د بي بي سي رادیو فور خپرونو کې ځنډ رامنځته شوی و.