کډوالو کړکېچ: ملګرو ملتونه چیک چارواکي په سرغړونو تورنوي

Image caption د بشري حقونو برخې مشر وايي چیک جمهوریت کې کډوال تر ۹۰ ورځو پورې له '' سپکاوي ډک'' حالت کې ساتل کېدل

ملګرو ملتونو پر چیک چارواکو تور پورې کړی دی، چې د کډوالو او پناه غوښتونکو مسالې کې یې په سیستماتیکه توګه د هغوی حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو برخې مشر وايي چیک جمهوریت کې کډوال تر ۹۰ ورځو پورې له '' سپکاوي ډک '' حالت کې ساتل کېدل.

زید رعد الحسین وايي کډوال د پېسو لپاره پلټل کېدل، چې د توقیف په بدل کې ورنه واخیستلې شي او وايي د اسلام په اړه یې د چیک ولسمشر څرګندونو په اړه احتجاج کړی دی.

د ولسمشر ویاند ویلي پر خپل دریځ ولاړ دي. د ښاغلي حسین په خبره داسې حال کې، چې اروپايي اتحادیې هېوادونو د کډوالو خوځښتونو محدودولو لپاره پالیسۍ جوړولې، چیک جمهوریت د اوږدې مودې لپاره د کډوالو په توقیف ساتلو کې ''بې ساري'' و.

د نوموړي په خبره داسې ښکاري، چې دغه ګامونه هېواد ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د ننوتو او یا هلته د هغوی پاتې کېدو مخنیوي لپاره طرح شوي وو.

د ښاغلي حسین په خبره په بیزا جیزوا کې د یوه توقیف ځای حالت د چیک عدلیې وزیر په خبره تر زندان هم ناوړه و.