سویډن کې پر ښوونځي له تورې سره برید کونکی پولیسو ویشتلی

د انځور حقوق
Image caption چارواکو تایید کړه، چې پولیس افسرانو د پېښې په ځای کې په یوه سړي ډزې کړې دي

سویډن کې پولیسو هغه سړی په ډزو ویشتلی، چې مخ یې پټ کړی و، توره یې لاس کې وه او یو کس او څلور زده کونکي یې ټپیان کړي دي.

د یوه روغتون ویاندې په وینا ټپیانو کې د یوه روغتیايي حالت ښه نه دی.

د بریدګر د حالت په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

پولیسو سویډن خبري اژانس ( ټي ټي ) ته ویلي، د ټورلهټن لوېدېځ ښار په دغه ښوونځي کې حالت لا هم خورا نامعلوم دی.

د ځايي پولیسو یو افسر ستیفان ګوستافسون په خبره '' موږ یو شمېر خلک لرو، چې ټپیان شوي دي.''

ګوستافسون تایید کړه، چې پولیس افسرانو د پېښې په ځای کې په یوه سړي ډزې کړې دي.

خو د نوموړي په خبره د یاد سړي حالت په اړه کره معلومات نه شته.

پولیس وايي برید د کرونان نومي ښونځي په کیفې ټیریا شاوخوا کې شوی دي.

دغه ښوونځي کې ۴۰۰ زده کونکي په زده کړو بوخت دي.

زده کونکي داسې حال کې لیدل شوي دي، چې له ښوونځي تښتیدل.

ټرولهټن ګوتهینبورګ ښار ته نژدې موقعیت لري، چې د سویډن دویم لوی ښار دی.