د چین کمونیستي ګوند: ګولف کلبونو کې غړیتوب مه اخلئ

د انځور حقوق afp
Image caption په چین کې خلک شکمن دي، چې ګني چارواکو دغو کلپونو ته د ځینو مشکوکو معاملو لپاره ورځي.

د چین کمونیستي ګوند پر خپلو غړو، چې شمېر یې ۸۸ میلیون کسانو ته رسېږي، له ګولف کلبونو سره د یوځای کېدو (یا په خوړو او څښاک کې له اسراف کولو) منع اعلان کړي.

دا ګام دغه ګوند پخپله تګلاره کې د یولړ قوانینو د بدلولو په لړ کې اخیستی.

د چین رسمي خبري آژانس (شینخوا) ویلي، د نویو لارښوونو پربنست، په رسمي توګه په خوړو او څښلو کې له اسراف کولو د ډډې کولو امر شوی او له واکه به څوک ناوړه ګټه نه اخلي.

وړاندې هم دغه ګوند خپلو غړو ته خبرداری ورکړی و چې له عامو پیسو به ډېرې لګښتي مېلمستیاوې نه کوي.

د چین چارواکي له ۲۰۱۲ کال راهیسې د فساد پرضد ظاهراً ټینګه مبارزه کوي.

چین او ګولف

  • چین په ۲۰۱۴ کال کې د ګولف د نویو کورسونو پرانیستلو د ممنوعیت اعلان وکړ
  • که څه هم هر وخت دا بندیز په زور نه عملي کېږي، او حکومتي رسنۍ وايي په چین کې د ګولف کورسونو کچه په ۲۰۰۴ کال کې له ۲۰۰ نه په ۲۰۱۵ کال کې ۶۰۰ ته لوړه شوې ده
  • ګڼ ځايي چارواکي د ګولف کوروسونو پراختیا ته خلک هڅوي چې په دې سره ډېر سیلانیان ورمات شي
  • د چاپېریال ساتنې چارواکي وايي، د ګولف کورسونه په سیستماتیک ډول ویجاړ شوي
  • په تېر مارچ کې، چین په ناقانونه توګه ۶۶ جوړ شوي کورسونه بند کړل

د نویو قوانینو له مخې، د چین کمونیستي ګوند غړي باید د ښکلا او سپورت کلپونو کې د غړیتوب کارتونه چا ته ونه ښيي.

که چېرې کوم غړي دغه قوانین مات کړل، نو سزا به یې رټل او یا غړیتوب لغوه کول وي.

په نویو لاښوونو کې نه ده په ډاګه شوې، چې ولې کمونیستي غړي ګولف کلپونو ته له ورتګه ممنوع ګرځول شوي، خو په چین کې خلک شکمن دي، چې ګني چارواکو دغو کلپونو ته د ځینو مشکوکو معاملو لپاره ورځي.

وړاندې د چین کمونیستي ګوند د نامشروع جنسي اړیکو نیول هم ممنوع ګرځولي وو، او ویلي یې وو چې غړي یې عشق او عشق بازي نه شي کولی.

وړاندې ددغه ګوند سختو قوانینو په خوړنځایونو، کارځایونو او د خرڅلاو په لویو ځایونو کې مثبت اغېز کړی و.

د انځور حقوق Getty
Image caption ګوند خپل غړي له ډېرو لګښتي مېلمستاوو راګرځولي

د چین ولسمشر شي جین پینګ درې کاله وړاندې واک ته له رسېدو وروسته له فساد سره ټینګه مبارزه پیل کړه.

ده ویلي وو، که چېرې له فساد سره ټینګه مبارزه ونه کړي، نو ثبات نه شي راتلی.