فرانسه کې د بس ټکر ۴۳ کسان وژلي

رپوټونه وايي، د فرانسې سوېل لوېدیځ کې یو بس له یوې لارۍ سره ټکر شوی چې لږترلږه ۴۳ کسان پکې وژل شوي.

پېښه لیبورن ته څېرمه ګیروند سیمه کې شوې ده.

د فرانسې د اور وژنې ادارې یوه چارواکي فرانس پرېس ته ویلي ''وژل شوي ډېری د بس سپاره دي، د بس چلوونکی هم وژل شوی''.

''سوداو اویسټ'' ورځپاڼې ویلي، په بس کې بوډا کسان په رخصتۍ روان وو.

اټکل دی چې دا له ۱۹۸۲ کال راپدېخوا په فرانسه کې د ټکر له هغې پېښې تر ټولو خونړۍ پېښه ده، چې لږترلږه ۵۲ کسان پکې وژل شوي وو.

د فرانسې ''بي ایف ټي وي'' تلوېزیون د راپور پربنسټ، پېښه په یوه نرۍ لار شوې چې له ټکر سره په دواړو موټرو کې اور بل شوی دی.

په پښې کې یوازې اته کسان ژغورل شوي، خو پنځه یې سخت ټپیان دي.

د انځور حقوق Reuters

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند چې د آتن په سفر دی، پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، حکومت ''له دې غمیزې سره د پېښې د لامل موندلو هڅې پیل کړې دي''.

د فرانسې لومړی وزیر مانویل والز او د کورنیو چارو وزیر بیرنار کازینوف د پېښې ځای ته پر لار دی.

د انځور حقوق Getty