د مالديو مرستيال ولسمشر د ستر خيانت په تور نيول شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption پولیسو تاييد کړې چې مرستيال ولسمشر احمد اديب يې هغه مهال په هوايي ډګر کې ونيو چې له بهرني سفر نه راستنېده

د مالديو د کورنيو چارو وزير وايي مرستيال ولسمشر احمد اديب د ولسمشر احمد يمين د وژلو توطيې په تور نيول شوی دی.

د کورنيو چارو وزير عمر نصير پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، احمد اديب اوس د ستر خيانت له امله په توقيف کې دی.

ولسمشر احمد یمين چې کله تېره مياشت له هوايي ډګر نه خپل کور ته په بېړۍ کې روان و، چاودنه پرې وشوه.

چاودنه کې چې د سپټمبر پر ۲۸مه وشوه پخپله ولسمشر احمد يمين ته زیان و نه رسېد خو د هغه ښځه، يو ملګری او يو ساتونکی ټپيان شول.

په وروستيو کلونو کې په مالديو کې سياسي شخړو زور اخيستی دی.

د ولسمشر په توګه د عبدالله یمين ټاکل کېدل د وروستيو لانجو يو لامل بلل شوی دی.

له هغې يوه اوونۍ وروسته چې ولسمشر د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ، د چاودنې په تړاو د شويو پلټنو په پايله کې يو شمېر لوړپوړي پوليس افسران له دندو ګوښه شوي دي.

پولیسو تاييد کړې چې مرستيال ولسمشر احمد اديب يې هغه مهال په هوايي ډګر کې ونيو چې له بهرني سفر نه راستنېده.

د کورنيو چارو وزير عمر نصير ويلي ښاغلی اديب د ټاپو په يوه زندان کې ساتل کېږي.