د عراقي ځواکونو او اسلامي دولت ډلې تر منځ درنه جګړه شوې

د انځور حقوق AP

راپورونه ښيي د عراق فلوجي ښار جنوبي برخه کې د عراقي ځواکونو او اسلامي دولت ډلې (داعش) تر منځ سخته جګړه شوې.

د عراق پوځ سره تړلې سرچينې وايي اسلامي دولت نومې ډلې پر يوه پوهنتون بريد کړی.

ويل کېږي په دې بريد کې ۱۷ عراقي سرتېري وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې بريد د يکشنبې (۲۵ اکتوبر) سهار مهال رامنځ ته شوی دی.

د اسلامي دولت ډلې د بريدونو له امله عراقي ځواکونه د فلوجې ښار څنډو ته په شاتګ کړی دی.

بل خوا د سوريې ولسمشر بشار اسد د روسيې د پارلمان له غړو سره د کتنې پر وخت کې د دې هېواد د هوايي بريدونه ستاينه کړې او د ده په وينا په سوريه کې د "ترهګرو ډلو" له منځ وړل به د روانې سياسي لانجې د حل لپاره لار پيدا کړي.

يوه سرچينه چې د دغې ډلې غړيتوب يې درلود وايي، بشار اسد وويل په هغه صورت کې حاضر دی په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي چې خلک يې ملاتړ وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، کرملين له سوريې غوښتې چې د پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو لپاره تيار شي.