"د صدام پرځول د عراق د اوسني وضعیت زیږنده دي"

بلير د انځور حقوق REUTERS
Image caption د ښاغلي بلير څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې ټاکل شوې د عراق د جگړې په اړه د روانو پلټنو بشپړېدا مهال ويش اعلان شي.

د بريتانيا پخوانى لومړى وزير توني بلېر وايي، "د صدام حسين د واکمنۍ پرځوونکي تر يوۀ بريده د عراق د ننني وضعیت مسؤوليت پر غاړه لري."

ښاغلي بلېر چې د امريکا له "سي ان ان" ټلويزيون سره په مرکه کې دا څرگندونې کولې د صدام حسين د رژيم په وړاندې يې د برتانيا او امريکا د پوځي اقدام دفاع وکړه، خو دا يې هم ومنله چې په ٢٠٠٣ م کال کې د صدام پرځوونه ښايي د ''اسلامي دولت'' له راپورته کېدو سره څه نا څه تړاو ولري.

"زما په اند په دې کې يو څه رښتيا شته، خو موږ بايد يوځل بيا په دې تړاو خورا زيات محتاط اوسو، گنې د هغه څه په تړاو چې نن په سوريه او عراق کې تېرېږي زموږ پوهاوى به ناسم وي.

څرگنده ده، تاسو دا نه شئ ويلى هغوى چې په ٢٠٠٣ م کال کې د صدام حسين واکمني يې پرځولي په ٢٠١٥ م کال کې د حالاتو هېڅ مسووليت په غاړه نه لري.

خو په دې پوهېدل هم مهم دي چې په ٢٠١١م کال کې پيل شوي عرب پسرلي به پر عراق اغېز پرې ايستى واى، او داعش به د عراق پرځاى له سوريې را پورته شوى واى."

ښاغلي بلېر همداراز وويل که د صدام حسين پر وړاندې اقدام نه واى شوى نو عراق به د سوريې په څېر د کورنۍ جگړې په اور کې گير شوى واى.

د بريتانيا پخواني لومړي وزير توني بلېر چې د صدام حسين د رژيم پر ضد يې په پوځي اقدام کې د امريکا ملگرتيا کړې، د پلان جوړولو په برخه کې د تېروتنو او هغه ناسم پوهاوي له امله يې بښنه وغوښته چې د دۀ په وينا د يوۀ نظام له نړولو وروسته يې د رامنځته کېدونکو حالاتو په تړاو درلود.

د انځور حقوق US Airforce
Image caption ډېرى اټکل کوي چې د عراق د جگړې په تړاو په بشپړېدونکي رپوټ کې توني بلېر له ډېرو نيوکو سره مخامخ شي.

د ښاغلي بلير څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې ټاکل شوې د عراق د جگړې په اړه د روانو پلټنو بشپړېدا مهال ويش اعلان شي.

ډېرى اټکل کوي چې د عراق د جگړې په تړاو په بشپړېدونکي رپوټ کې توني بلېر له ډېرو نيوکو سره مخامخ شي.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب