د سعودي نجران یوه جومات کې ځانمرګی برید شوی

د انځور حقوق AP
Image caption د سعودي په عسیر سیمه کې هم په تېر اګست کې پر یوه جومات، چې تر ډېره د سعودي تیارسئ ځواکونه ورته نژدې و، برید شوی و، چې د ۱۲ امنیتي کسانو په ګډون لږترلږه ۱۵ کسان پکې وژل شوي وو. د برید پړه ''اسلامي دولت'' ډلې منلې وه.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت وايي، د یمن پولې ته څېرمه د سعودي عربستان نجران ښار په یوه جومات کې د ماښام له لمانځه وروسته ځانمرګي برید لږترلږه یو کس وژلی او ګڼ نور یې ټپیان کړي. د برید پړه ''اسلامي دولت'' ډلې پرغاړه اخیستې.

د سعودي عربستان د نجران په جنوبي ښار کې پر یوه جومات ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی او څو کسه ټپي شوي دي. ځايي خلک وایي، وژل شوي سړي غوښتل جومات ته د ځانمرګي د ننوتو مخه ونیسي.

پر ټویټر پاڼې د برید پړه ''اسلامي دولت'' نومې ډلې پر غاړه اخیستې ده.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې ویلي: ''له جومات نه د لمونځ کوونکو د وتلو پرمهال، یوه کس چې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ یې اغوستی و، جومات ته ننوتلی او هلته یې د خلکو په منځ کې ځان چوولی دی''.

نجران د سعودي عربستان په مشرۍ د عربانو د پوځي ایتلاف او یمن کې د حوثي یاغیانو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه ګڼل کېږي.

پر دغې سیمې وړاندې د یمن له خوارې د توغندیو بریدونه هم شوي او د سعودي پوځ او حوثي یاغیانو ترمنځ د نښتو شاهده هم ده.

د سعودي په عسیر سیمه کې هم په تېر اګست کې پر یوه جومات، چې تر ډېره د سعودي تیارسئ ځواکونه ورته نژدې و، برید شوی و، چې د ۱۲ امنیتي کسانو په ګډون لږترلږه ۱۵ کسان پکې وژل شوي وو. د برید پړه ''اسلامي دولت'' ډلې منلې وه.

همداشان، دغې ډلې په تېرې مې میاشت کې هم د سعودي په ختیځ کې د شیعه ګانو پر دوو جوماتونو ځانمرګي بریدونه وکړل، چې لږترلږه ۲۱ کسان پکې وژل شوي وو.

رپوټونه وايي، زرګونه سعودیان په سوریه او عراق کې د ''اسلامي دولت'' په لیکو کې جنګېږي، چې لسګونو یې په دواړو هېوادونو کې ځانمرګي بریدونه کړي.

دغې ډلې په وروستیو کې ترکیه او کویت کې هم مرګوني ځانمرګي بریدونه وکړل چې لسګونه کسان پکې ووژل شول.

ورته مطالب