ایران د سوریې پر کړکېچ نړیوالو خبرو اترو کې ګډون کوي

Image caption په دغه سرمشریزه کې به د روسیې، سعودي او ترکیې استازي هم ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظريف روانه اونۍ په ویانا کې د سوریې کړکېچ پر سر خبرو اتر و کې ګډون وکړي.

په دغه ناسته کې به د ګڼو هېوادونو استازي وي او پر دې به غږېږي چې څه ډول د سوریې کړکېچ ته سیاسي حل لار ومومي.

په دغه ناسته کې د ایران ګډون د ایران حکومت یوې ویاندې تائید کړی.

دا به لومړی ځل وي چې ایران له امریکا سره یو ځای د سوریې کړکېچ پر سر خبرو اترو لپاره جوړې شوې سرمشریزې کې ګډون کوي.

ایران د سوریې د ولسمشر بشارالاسد نژدې ملاتړی ګڼل کېږي.

په دغه سرمشریزه کې به د روسیې، سعودي او ترکیې استازي هم ګډون وکړي.

د روسیې یوې سیاسي سرچیني ویلي چې پر دغو هېوادونو سربېره به په سرمشریزه کې د عراق، مصر او لبنان استازي هم موجود وي.

تر دې وړاندې امریکا تائید کړې وه چې د سوریې پر سر خبرو اترو ته یې ایران هم رابللی، داسې یوه پرېکړه چې د سوریې حکومت مخالفانو غندلې وه.

Image caption د سوریې کړکېچ نژدې ۲۵۰۰۰۰ کسان وژلي او ۱۱ مېلیونه نور یې بې کوره کړي دي.

د خبرو اترو مهم پړاو به د جمعې په ورځ (اکتوبر ۳۰) ترسره شي خو ځینو دېپلوماتانو ویلي چې ښايي د پنجشنبې په ماښام هم ځینې غونډې وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مرضیې افخم وویل:

"موږ د بلنې له ارزولو وروسته دا پرېکړه وکړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به په دغه سرمشریزه کې ګډون کوي."

د ایران فارس خبري اژانس ویلي چې ښاغلي ظریف د سوریې په خبرو اترو کې ګډون پر سر د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره تېلیفوني اخبرې اترې کړې وې.

د کرېملېن ویاند دېمېتري پېسکوف هم وروسته خبري رسنیو ته وویل چې روسیې، د سوریې د کړکېچ حلولو په موخه د "خبرو اترو پراخول" غوښتي و.

ایران مو سرمشریزې ته رابللی

تر دې وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو ویلي و د سوریې بحران پر سر د امریکا او روسیې تر منځ نړیوالو خبرو کې يې په لومړي ځل ایران ته هم بلنه ورکړې.

دغو خبرو کې د امریکا، روسیې، اروپا او عربي هېوادونو لوړ پوړي چارواکي برخه اخلي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ایران په سوریې کې د داسې ټاکنو له لارې د واک لیږد وړاندیز کړی، چې ډېر ګوندونه پکې برخه ولري، خو دوی د سولې خبرو کې شامل نه دي

سوریې کې د لوېدېځ پلوه اپوزیسیون او د امریکا اتحادي عرب هېوادونه د سوریې جګړه کې د ایران رول سره مخالفت کوي.

ایران د بشارالاسد حکومت نژدې ملګری دی او داسې هم ویل کېږي، چې ایران د بشارالاسد حکومت د غښتلتیا لپاره میلیاردونه ډالره لګولي دي، د جګړې ماهرین یې لیږلي او په ارزانه بیه یې نفت او وسله ورکړي دي.

داسې باور هم شته، چې ایران حکومت د لبنان له حزب الله سره راشه درشه لري، چې سوریې ته یې د بشارالاسد حکومت له لوري جګړې کولو ته وسله وال لیږلي دي.

ایران په سوریې کې د داسې ټاکنو له لارې د واک لیږد وړاندیز کړی، چې ډېر ګوندونه پکې برخه ولري، خو دوی د سولې خبرو کې شامل نه دي.

بل لور ته روسیې هم له دې مخکې تل د سوریې کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کاوه، خو تېره میاشت یې په سوریې کې هوايي بریدونه پیل کړل، چې په خبره یې د اسلامي دولت نومي ډلې پر هدفونو یې کړي دي.

خو رپوټونو کې ویل شوي دي، چې د روسیې دغو بریدونو کې ډېری لوېدېځ پلوي سوري یاغیان په نښه شوي دي.

ورته مطالب