مارک، سپنسر ویبپاڼې د مشتریانو معلومات افشا کړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption تر اوسه څرګنده نه ده، چې د څومره خلکو معلومات نورو کسانو لیدلي دي

د مارک، سپنسر ویباڼې یوې تخنیکې ستونزې له کبله د دغې سوداګریزې ادارې مشتریانو د یوه بل په شخصي خپاره شوي جزیات لیدلي دي.

د برتانیا دغې سوداګریزې ادارې د ستونزې هواري لپاره د سې شنبې په شپه د دوو ساعتونو لپاره د خپلې پاڼې خپرونه ځنډولې وه.

د ادارې مسوولین وايي ستونزه د کوم بهرني انټرنېټي برید پایله نه وه، بلکې یوه داخلي ستونزه وه.

د دوی په وینا د مشتریانو کریډټ کارتونو بشپړ معلومات په برالا شویو معلوماتو کې شامل نه وو. خو دې سره هم د مشتریانو شخصي ډیټا لکه نومونه، د زیږېدو نېټې، د اړیکو شمېرې او د مخکنیو پېرودونو معلومات هغه څه و، چې افشا شوي دي.

ایم اینډ ایس ویندوی وویل:

'' د یوې تخینکي ستونزې له کبله موږ تېر ماښام په موقته توګه د خپلې پاڼې خپریده وځنډول. موږ ژر دغه ستونزه وموندله، حل مو کړه او خپلو مشتریانو ته مو بېرته خدمتونه وړاندې کړل. موږ د کوم ناسم پوهاوی رامنځته کېدو له کبله له خپلو مشتریانو بښنه غواړو.''

تر اوسه څرګنده نه ده، چې د څومره خلکو معلومات نورو کسانو لیدلي دي.