درو ورځو کې سوریه کې ۱۳ ایراني پوځيان وژل شوي

د انځور حقوق
Image caption د ایران بسیج ځواکونه

د ایران ''شرق'' خبري آژانس ویلي، په سوریه کې د تېرو درو ورځو پرمهال د ایران د ''سپاه پاسداران'' ۱۳ غړي وژل شوي دي.

د ایران ''فارس'' خبري اژانس وویل، د ''سپاه پاسدارن'' یو غړی د تېرې چارشنبې په ورځ د حلب ښار په څنډو کې د سوري حکومت له مخالفو وسله والو سره په جګړه کې ووژل شو.

د وژل شوي نوم مسلم نصر ښوول شوی.

بل خوا، فارس وايي په ایران کې یو مېشت افغان (خان علي یوسفي) هم د حلب په دې جګړه کې وژل شوی.

په دې سره په تېرو درو ورځو کې سوریه کې د سپاه د وژل شویو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی.

په وژل شویو کې د سپاه ځینې جګپوړي افسران او د ''بسیج'' ځواکونو مخکښ کسان هم دي.

وړاندې په یوه راپور کې ویل شوي وو، چې سوریه کې د ایران له لوري استول شوي ۳۰۰ پوځيان وژل شوي، چې ۲۶ یې د پاسداران جګپوړي غړي وو.

له دغو مشرانو یو هم جګړن حسین همداني و، چې د ۱۹۸۰ او ۱۸۸ کلونو ترمنځ د عراق او ایران په جګړه کې یې هم ګډون کړی و.

نوموړی د اکتوبر پر اتمه، حلب ښار کې د ''اسلامي دولت'' ډلې له خوا له دوو نورو ډګروالانو سره ووژل شو.

که څه هم تهران په سوریه کې د خپلو پوځيانو د شمېر په اړه څه نه وايي، خو د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزیف دنفورډ وړاندې ویلي وو، چې ایران په سوریه کې شاوخوا ۲۰۰۰ او په عراق کې ۱۰۰۰ پوځيان لري.

ورته مطالب