کېري: سوریې کې د کورنۍ جګړې ' اور ' وژل اسانه چاره نه ده

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي کېري ویانا ته د سوریې څلورنیم کلن کړکېچ پای ته رسولو په موخه تر سره کېدونکو خبرو کې د برخې اخیستو لپاره ځي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي هېواد یې د دې لپاره دیپلوماتیکې هڅې زیاتوي چې په خبره یې سوریې کې د کورنۍ جګړې 'اور' مړ شي. خو حال دا چې واشنګټن له منځلارو یاغیانو سره مرستې ډېرې کړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي هېواد یې د دې لپاره دیپلوماتیکې هڅې او ان له منځلارو یاغیانو سره ملاتړ زیاتوي، چې په خبره یې سوریې کې د کورنۍ جګړې 'اور' مړ شي.

ښاغلي کېري ویانا ته د سوریې د څلورنیم کلن کړکېچ پای ته رسولو په موخه تر سره کېدونکو خبرو کې د برخې اخیستو لپاره ځي.

ایران به دغو خبرو کې لومړی ځل ونډه واخلي، چې نورو ګډونوالو کې یې سعودي عربستان، ترکيه او روسیه هم شامل دي.

ایران او روسیه دواړه د سوري ولسمشر بشارالاسد پلویان دي.

خو امریکا، ترکیه، سعودي عربستان او د خلیج نور عرب هېوادونه ټینګار کوي، چې نوموړی د خپل هېواد سیاسي راتلونکي کې هېڅ رول نه لري.

د برتانیا، فرانسې، جرمني، مصر، لبنان او اروپايي اتحادیې بهرنیو چارو وزیرانو هم تایید کړي، چې دغو خبرو کې به برخه واخلي او دغه راز د منځني ختيځ نورو هېوادونو ګډون ته هم تمه کېږي.

د جان کېري په خبره:

''هغه ننګونه چې موږ په سوریې کې ورسره مخامخ یو له دې کمه نه ده، چې له اوره د وتلو لپاره یوه لارو ومومو.''

واشنګټن کې د خبرو پر مهال نوموړي وویل:

'' د سوريې بحران پای ته رسولو لارې چارې موندل په هر صورت اسان کار نه دی، خو دا د سیاسي پرانیستې لپاره تر اوسه ټولو نه لوی او هیله من کونکی فرصت دی، چې موږ یې شاهدان یو. بالاخره به د داعش خلاف د مبارزې غښتلتیا لپاره تر دې بله غوره لاره نه وي، چې د انتقال یوه داسې پروسه رامنځته شي، چې بشارالاسد پکې څنګ ته شي او موږ وکولای شو د سخت دریځۍ خلاف دغه هېواد یو موټی کړو.''

خپلو خبرو کې ښاغلي کېري دا ټینګار هم وکړ، چې روسیه او متحده ایالات دواړه داسې'' ګډ دریځ '' لري، چې په خبره یې دواړه هېوادونه '' یو موټی، سیکولره سوریه '' غواړي.