نیپال کې لومړنۍ ښځینه ولسمشره و ټاکله شوه

د انځور حقوق Reuters
Image caption اغلې بهاندرې له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۱ کاله د خپل هېواد د دفاع وزیرې په توګه دنده درلوده

د نیپال پارلمان دغه هېواد کې د ښځو حقونو فعاله بدهیا دیوي بهاندرې د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې په توګه ټاکلې ده.

دغه ګام د هېواد په تاریخ کې یو نوی پړاو بلل کېږي.

نوموړې دا مهال د نیپال واکمن کمونیست ګوند '' متحد مارکسیست لینینست '' مرستیاله مشره ده.

اغلې بهاندرې له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۱ کاله د خپل هېواد د دفاع وزیرې په توګه دنده درلوده.

د ولسمشرې په توګه یې ژمنه کړې، چې د ښځو او لږکیو حقونو تر لاسه کولو لپاره به کار کوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د نوموړې ټاکنه له هغه لږ وروسته کېږي، چې تېر سپتامبر کې نیپال کې نوی اساسي قانون د ټیکاو راوستو په موخه ومنل شو

له دې مخکې روانه میاشت کې د نیپال پارلمان ښاغلی کي پي شرما د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه و ټاکه.

اغلې باندرې به د رام بارن یادیو ځای ناستې وې، چې ۲۰۰۷ کال کې نیپال کې د پاچاهۍ له لغو کېدو وروسته د دغه هېواد لومړنی ټاکل شوی ولسمشر و.

د نوموړې ټاکنه له هغه لږ وروسته کېږي، چې تېر سپتامبر کې نیپال کې نوی اساسي قانون د ټیکاو راوستو په موخه ومنل شو، چې پایله کې یې خونړۍ پېښې وشوې او پکې تر ۴۰ پورې کسان ووژل شول.

نوی اساسي قانون دغه هندو اکثریتي هېواد په ۷ فدرالي صوبو ویشي.

خو د هېواد سویل کې قومي ډلې د فدرالي ایالتونو لپاره د ډېرې خاورې او حقونو غوښتنه کوي.