امريکا سوریې ته ځانګړي ځواکونه استوي

د انځور حقوق AFP

امريکايي چارواکي وايي سوريې ته ځانګړي ځواکونه استوي، چې د اسلامي دولت په نامه ډلې پر وړاندې جنګېدونکو وسله والو ډلو سره مرسته وکړي.

چارواکو ويلي سيمې ته به "له ۵۰ کم" سرتېري استول کېږي، چې منځلارو مخالفو ځواکونو ته"روزنه، لارښونه او ورسره مرسته" وکړي.

دا به لومړی ځل وي چې امريکايي ځواکونه به په ښکاره ډول د سوریې پر خاوره فعاليت کوي.

خو له دې مخکې د امريکا ځانګړو ځواکونو سوريه کې د اسلامي دولت اورپکو پر وړاندې چاپې وهلې دي.

اوس څه د پاسه يو کال کېږي، چې امريکا او ائتلافي ملګري یې د اسلامی دولت ډلې پر وړاندې هوايي بريدونه کوي. دغه اورپکې ډله د سوریې شمال او ګاونډي عراق پر پراخو سيمو ولکه لري.

د سپينې ماڼۍ وياند جاش ارنسټ يوه خبری کنفرانس ته وويل ولسمشر اوباما غواړي د سوريې حکومت مخالفو وسله والو لپاره، چې د جګړې پر ډګر بريالي شوي، لا نور ملاتړ برابروي.

ده وويل "هلته اوس منځلاري مخالف ځواکونه دي چې له رقې ۷۲ کیلو کتره لرې دي. ولسمشر پر هغو چارو زور راوړلو ته چمتو دی، چې هيلې څرګندوي."

ده زياته کړه "دا پر يوې داسې سټراټيژۍ زور راوړنه ده، چې ده پرې يو کال مخکې بحث کړی و."

ډيپلوماټيکې هلې ځلې

پر همدې مهال لومړۍ هغه خبرې چې د سوريې جګړه کې د سيالو اړخونو ملاتړي بهرني ځواکونه سره غونډوي، پيل شوې دي.

د ويېنا دې غونډه کې هڅه کېږي، چې د امريکا او ملګرو يې چې د ياغيانو ملاتړ کوي او هم د سوريې حکومت مهمو بهرنيو ملاتړيو روسيې او ايران ترمنځ يې تشه کمه کړي.

دا لومړی ځل دی چې ايران دغو ډيپلوماټيکو هڅو کې ورګډ شوی دی.

پر همدې مهال د سوريې فعالان وايي له پلازمېنې دمشق سره نژدې د حکومتي ځواکونو بمباريو کې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

داسې انځورونه چې پر انټرنېټ خپاره شوي، خو خپلواک پخلی یې نه شي کېدی، د ياغيانو ترولکې لاندې دوما سيمې يو بازار کنډوالو کې تيت پرک مړي ښيي.

بريتانيا کې د سوریې بشري حقونو څارګرې ادارې ويلي دې بمبارۍ کې لږترلږه سل کسان ټپيان شوی هم دي.

د انځور حقوق AP

دوما تل د بشار الاسد حکومت له لوري په نښه کېږي، او ياغيان بيا له هغه ځايه پر دمشق توغندي ورولي.

سوريه کې څه د پاسه څلور نيم کلنه جګړه کې، چې د ولسمشر بشار الاسد پر وړاندې له پاڅون سره پیل شوه، ۲۵۰ زره خلک وژلي او د دغه هېواد نيم وګړي، يا ۱۱ ميليونه يې له خپل کورونو او مېنو بې ځايه کړي دي.

روسيې او ايران تېره نژدې موده کې دې جګړه کې د ښکېلتيا پوځي فعاليتونه زيات کړي، چې ولسمشر اسد ته په کې د وفادارو ځواکونو ملاتړ کوي.

امريکا، ترکيې، سعودي او د خليج هېوادونو له اوږدې مودې پر دې ټينګار کړی چې بشار الاسد د سوريې راتلونکي کې اوږدمهاله رول نه شي لوبولی.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير د دغو خبرو له پيل مخکې بي بي سي ته وويل "دی بايد يا د سياسي بهير ترڅ کې وړاندې لاړ شي، او يا به په زوره له واکه لرې کېږي."

پر همدې مهال د ايران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظريف ويلي نور ځواکمن هېوادونه پوه شوي چې د سوريې شخړه کې د تهران له ورښکېلولو پرته "د منلو وړ کوم حل ته" د رسېدو لار نه شته.

دې خبرو کې نه د سوريې حکومت او نه هم مخالفان برخه لري، سره له دې چې د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ميخائيل بوګدانوف ويلي هېواد یې د سوريې خپلواک پوځ ډلې ورښکېلولو ملاتړ کوي.

ورته مطالب