د موبایلونو څار ویروس کاروونکو موندنې لپاره د پولیسو چاپې

Image caption چې پولیس جرمني کې دې لړ کې ۱۳ کورونو ته ورغلي او سویټزرلنډ کې یوازې یوه کورته د پوښتنو ګرویږنو لپاره ورغلي دي

پولیسو پنځو اروپايي هېوادونو کې د یوه انټرنېټي ویروس تحقیقاتو لړ کې پر یو شمېر کورونو چاپې وهلې دي.

بریتانیا، جرمني، فرانسې، بلجیم او سویټزرلنډ کې چارواکي د درواید جاک نومي ویروس شکمنو کارونکو موندنې لپاره یو شمېر کورونو ته ورغلي دي.

دغه ویروس کارونکي مجرمان کولای شي د ځېرکو ټیلیفونونو څارنه وکړې، مکالمه یې واوري او ان کامېره یې په خپله خوښه وکاروي.

ویل کېږي، چې د شکمنو کسانو عمرونه د ۱۹ او ۵۱ کلونو تر منځ دي، خو دم ګړۍ د کوم یوه د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

اي ایف پي او رویټرز خبري اژانسونو د دغو چاپو رپوټونه ورکړي دي او یوروپول چارواکو په متحدو ایالتونو کې هم په دې اړه د څېړنو خبر ورکړی.

خو بریتانیا کې د جرمونو مخنیوي ادارې په هېواد کې د دغو عملیاتو د تایید په اړه څه نه دي ویلي.

د خبري اژانسونو رپوټونو کې ویل شوي دي، چې پولیس جرمني کې دې لړ کې ۱۳ کورونو ته ورغلي او سویټزرلنډ کې یوازې یوه کورته د پوښتنو ګرویږنو لپاره ورغلي دي.

درواید جاک داسې ویروس دی، چې له لرې واټنه کنترولیږي، چې د ۲۱۰ امریکايي ډالرو بدل کې ازادانه په انلاین توګه پلورل کېږي او یوازې اندراوید لرونکو موبایلونو کې کاریدای شي.