کډوالو کړکېچ: کښتۍ ډوبیدو پېښه کې ۲۲ کډوال مړه شوي

د انځور حقوق AP
Image caption ملګري ملتونه وايي د سږ کال اوږدو کې تر اوسه په دغه ډول کوچنیو کښتیو کې تر ۷۰۰ زره پورې کډوال اروپا ته رسیدلي دي

له ترکي نه یونان ته پر لاره ۲۲ کډوال، چې ډېری یې ماشومان وو، سمندر کې ډوب شوي دي. دا روانه اونۍ کې د کښتۍ ډوبېدو دغه ډول دویېمه پېښه ده.

یوناني چارواکي وايي کالیمنوس ټاپو ته نژدې له ډوب شویو کسانو نه ۱۹ مړه شوي او ۱۳۸ نور بیا ژغورل شوي دي.

رهوډیس ټاپو سره بیا وايي درې کسان مړه شوي، درې بې درکه دي او شپږ نور ژغورل شوي دي. بل لور ته اسپانیا کې مرستندویان د هغو ۳۵ بې درکه کډوالو لټون کوي، چې له مراکش نه پر لاره یې کښتۍ ماته شوه.

دغه کوچنۍ کښتۍ، چې د سمندري سفر وړتیا یې نه درلوده او له ظرفیته ډېر کسان پکې ناست وو، له الحمیسه سیمې راغلې وه.

د هغې کښتۍ ۱۴ کسان ژغورل شوي وو. دا وروستیو میاشتو کې د کډوالو د کوچ لوری د یونان ټاپوګانو لور ته دی، چې د ترکیې له ایژه ساحله سفر کوي.

یوناني چارواکو د چهارشنبې په ورځ لیزبوس ته څېرمه له هغه وروسته د ۱۶ کډوالو مړینه تایید کړه، چې کښتۍ یې ماته شوه. مرستندویانو پېښه کې ۲۱۶ کسان له ډوبېدو وژغورل.

د انځور حقوق r
Image caption د ملګرو ملتونو په وینا ډېری دغه کډوال د جګړې ځپلې سوریې اوسېدونکي دي

له ترکیې نه له خورا خطرناک سفره وروسته زرګونه کسان لیزبوس ته هره ورځ رسیږي. قاچاقبران دوی په داسې کښتیو کې دغه ځای ته لېږدوي، چې په سمندرونو کې د اوږده سفر وړتیا نه لري.

ملګري ملتونه وايي د سږ کال اوږدو کې تر اوسه په دغه ډول کوچنیو کښتیو کې تر ۷۰۰ زره پورې کډوال اروپا ته رسیدلي دي.

دوی وايي ډېری دغه کډوال د جګړې ځپلې سوریې اوسېدونکي دي. سره له دې، چې سوړ ژمی نژدې شوی دی، وايي د کډوالو په شمېر کې کوم پام وړ لږوالی نه دی راغلی.

اروپايي اتحادیې چارواکي په یونان او ترکیې کې د کډوالو د تګ راتګ ځایونو او مرکزونو کې نوي سرحدي ځواکونه ځای پر ځای کوي، چې د کډوالو د خورا ګڼ شمېر له کبله د ځايي چارواکو لپاره ستونزه په پراخیدو ده.

د کډوالو ډېری شمېر جرمني ته رسیږي، چې تمه کېږي د سږکال تر پایه به دغه هېواد ته د ورتلونکو کډوالو شمېر یو میلیون کسانو ته ورسیږي.

له یونانه زرګونه دغه کډوال شمال ته په سخته سړه هوا کې په دې تمه سفر کوي، چې ګوندې جرمني کې به پناه ومومي.