بان کي مون: د ویانا خبرو ګډونوال باید نرمښت څرګند کړي

د انځور حقوق AP
Image caption د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په ویانا کې د جمعې ورځې مهمو خبرو تر سره کېدو په تړاو غیر رسمي خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون له هغو هېوادونو چې د سوریې کورنۍ جګړې کې د بېلو لوریو پلوي کوي د ویانا خبرو کې د نرمښت څرګندولو غوښتنه کړې.

هغه له پنځو مهمو ګډونوالو امریکا، روسیې، ایران، سعودي عربستان او ترکیې غوښتي، چې د نړیوال مشرتابه دریځ خپلولو لپاره له خپل ملي لیدلوري تېر شي.

دا لومړنۍ داسې خبرې دي، چې ایران هم پکې برخه اخلي، چې له روسیې سره په شریکه د بشارالاسد حکومت پلوي کوي.

بل لور ته امریکا متحده ایالات او متحدین یې ټینګار کوي، چې بشارالاسد باید د هېڅ یوه حل برخه نه وي.

روسیې او ایران دا وروستیو کې د بشارالاسد پلوي ځواکونو له ملاتړ ډېرولو سره په سوریې کې خپل پوځي شتوالی پراخ کړی دی.

بل لور ته د امریکا متحده ایالات، ترکیه، سعودي عربستان او د خلیج نور عرب هېوادونه ټینګار کوي، چې ښاغلی اسد باید د اوږده مهال لپاره د سوریې په راتلونکي کې رول و نه لري.

داسې حال کې، چې خبرې پیلیدونکې دي ښاغلي مون یې له پنځو مهمو ګډونوالو غوښتي، چې له خپلو سملاسي ګټو ور هاخوا فکر وکړي: '' تر څو چې دوی له خپلو ملي لیدلوریو ورته ګوري، خلک به کړاوونه ګالي او ټوله نړۍ به له ستونزو سره مخامخ وي او هغسې چې زه تل وايم هېڅ پوځي حل نه شته.''

له دې مخکې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجیر بي بي سي ته ویلي و، چې ایران باید د ستونزې د حل په توګه د بشارالاسد ګوښه کېدل ومني.

Image caption د سوریې څلور نیم کاله پخوانی کړکیچ د بشارالاسد حکومت پر ضد له یوه پاڅونه پیل شو، چې تر اوسه پکې نژدې ۲۵۰ زره کسان وژل شوي دي او د دغه هېواد ۱۱ میلیونه اوسیدونکي د کور کلي پرېښودلو ته اړ شوي

ښاغلي الجبیر بي بي سي ته وویل:

''په دې کې هېڅ شک او شبه نه شته، چې ښاغلی اسد باید په واک کې پاتې نه شي. هغه باید د یوه سیاسي بهیر پایله کې ګوښه شي او یا به په زور له واکمنۍ شړل کېږي.''

بل لور ته د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي نورو قوتونو ومنله، '' د تهران له شاملولو پرته د سوریې کړکېچ هواري لپاره بله مناسبه حل لاره نه شته''

د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په ویانا کې د جمعې ورځې مهمو خبرو تر سره کېدو په تړاو غیر رسمي خبرې وکړې.

یوه لویځوال دیپلومات د ویانا خبرې حیاتي بللې او یوه بل ویلي له خبرو سره د مخالفو اړخونو د پرېکون مخنیوی به یوه بریا بلله کېږي.

د سوریې څلور نیم کاله پخوانی کړکیچ د بشارالاسد حکومت پر ضد له یوه پاڅونه پیل شو، چې تر اوسه پکې نژدې ۲۵۰ زره کسان وژل شوي دي او د دغه هېواد ۱۱ میلیونه اوسیدونکي د کور کلي پرېښودلو ته اړ شوي.