فلپين کې د اور لګېدو له امله ۱۵ سوداګر وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي ټپيان يې سيمه ييز روغتون ته لېږدولي، او په وينا يې د ځينو حالت د اندېښنې وړ دی

د فلپين د پوليسو په وينا د دې هېواد په يوه مارکېټ کې د اور لګېدو له امله د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۵ سوداګر وژل شوي دي.

ويل کېږي دغه پېښه د فلپين په زمبونګا ښار کې رامنځ ته شوې چې شاوخوا ۱۵ کسان په کې ټپيان شوي هم دي.

پوليسو وايي داسې ښکاري پېښه برېښنايي مزيو کې د شارټۍ له امله رامنځ ته شوې وي.

اور د جمعې په شپه ياده شوې سيمه کې لګېدلی او د پېښې قربانيان سوداګر دي چې په خپلو دوکانونو کې اوسېدل.

د اور لګېدنو پېښو سيمه ييز مشر ډ‌ومېنډور زبلا، يوې ځايي ورځپاڼې ته ويلي، "د اور لمبې ډېرې تېزې وې او د کابو کولو لپاره مو له نژدې سيمو د مرستې غوښتنه کوله."

چارواکي وايي ټپيان يې سيمه ييز روغتون ته لېږدولي، او په وينا يې د ځينو حالت د اندېښنې وړ دی.

ورته مطالب