ترکیه کې د دوو سوري فعالانو سرغوڅي جسدونه موندل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption فعالانو پر خپلې فېسبوکپاڼې ددغو کسانو د وژل کېدو پړه پر ''اسلامي دولت'' ډلې اچولې ده.

له سوریې سر پر پوله د ترکیې په سرحدي سانلیوروا ښار کې د سوریې د دوو فعالانو مړي موندل شوي چې سرونه ترې غوڅ شوي دي.

د دغو مړو د موندل کېدو ځای د سوریې له پولې نژدې ۵۵ کیلومتره لیرې ښوول شوی.

فرانس پرېس خبري آژانس ته د ''رقه په خاموشۍ کې وژل کېږي'' په نامه د سوري نظام مخالفو فعالانو ویلي، ۲۰ کلن ابراهیم عبدالقادر ددوی د ټولنې غړی و، او د هغه ملګری فارس حمادي هم له شلو کلونو پورته عمر درلود، چې د جمعې په ګهیځ یې مړي په یوه کور کې وموندل شول.

فعالانو پر خپلې فېسبوکپاڼې ددغو کسانو د وژل کېدو پړه پر ''اسلامي دولت'' ډلې اچولې ده.

د سوریې له رقه ښار نه سوري وګړي د ''اسلامي دولت'' له وېرې تښتي. اوس دغه ډله پر رقه ښار واکمنه ده.

عبدالقادر څه باندې یو کال وړاندې سوریې ته تللی دی.

د ''رقه په خاموشۍ کې وژل کېږي'' ډله تر ډېره په رقه ښار کې د د ''د اسلامي دولت'' په لاس د سرغړونو رپوټونه غونډوي.

د ترکیې 'دوهان' خبري آژانس هم ددغو سوري ځوانانو د وژل کېدو خبر خپور کړی، خو وايي اوه سوري وګړي ددغې پېښې په تړاو د ترکي پولیسو له خوا نیول شوي.

وړاندې هم ددغې ډلې ځینې غړي په سوریه کې وژل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې په بهر کې یې غړي په مرموز ډول وژل کېږي.

د ''رقه په خاموشۍ کې وژل کېږي'' د ۲۰۱۴ کال په اپریل میاشت کې وروسته تر هغه جوړه شوه، چې رقه ښار د ''اسلامي دولت'' ډلې له خوا ونیول شو او دا یې خپله پلازمېنه اعلان کړه.